Language

په چاودنه کې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

چاريکار(پژواک،٦کب٩٢):په پروان ولايت کې دهاوان د سرګلولې دچاودنې له امله درې تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د باګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ اړونده د باريکاب په سيمه کې نن مازيګر ناوخته دهاوان د سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى.

نوموړي زياته کړه، چې دغه سرګلوله ماشومانو موندلې وه او لوبې يې پرې کولې، چې پرې وچاودېده.

 نوموړي وويل، چې د هاوان دغه سرګلوله پخوانۍ وه .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.