چغچران، چاريکار(پژواک، ٦ کب ٩٢):په غور ولايت کې په زرګونو تنو د امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاريون وکړ او د پروان ولايت مرکز چاريکارو ښار کې هټيوالو د ملي اردو له وژل شويو سرتېرو سره د غمشريکۍ په موخه خپلې هټۍ وتړلې.
دا لاريون نن سهار نږدې لس بجې پيل او برخوالو يې دچغچران ښار په څلور لارې کې د ” له امنيتي ځواکونو د ملاتړ، په کونړ کې د ملي اردو سرتېرو د وژونکو د غندلو او افغانستان دې پر وړاندې جدي اقدام وکړي” شعارونه ورکول.
درې شپې وړاندې د ملي اردو ٢١ سرتېري د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفين په بريد کې ووژل شول او ٨ نور تر اوسه ورک دي.
ددې لاريون په سبب د چغچران ښار ټولې هټۍ تړلې وې او لاريون د خلکو له خوا يو خپل خوښى خوځښت بلل شوى دى.
د غور ولايت د مدني ټولنې يو فعال خدايار واقف د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې خلک بايد له خپلو امنيتي ځواکونو څخه د يو موټي کېدو لپاره ملاتړ وکړي او هغه سرتېري وستايي، چې د هېواد د دښمنانو پر وړاندې قرباني ورکوي.
هغه زياته کړه، چې خلک بايد د افغانستان دهغو دښمنانو پر وړاندې چې ځانمرګي او چاودنې کوي، په کلکه ودرېږي.
د ګل محمد په نامه يوه مخور او د لاريون ګډونوال پژواک ته وويل، چې خلک تل د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ درېدلي او د دوى زړورتيا او سرښندنې ستايي.
هغه زياته کړه:(( موږ دلته را ټول شوي يو، چې دولت د ملي اردو قربانۍ وستايي او د شهيدانو له کورنيو سره خواخوږي وښيي.))
د محمد نعمان په نامه يوه بل تن وويل:((ټولو ته معلومه ده، چې کونړ کې د ملي اردو سرتېرو د شهادت تر شا د هغه هېواد لاس دى، چې طالبان يې رامنځته کړي او له القاعدې ملاتړ کوي.))
هغه زياته کړه، چې حکومت بايد د وسله والو مخالفينو او دهغوى د بهرنيو ملاتړو پر وړاندې پرېکنده دريځ ولري.
دې ځوان زياته کړه، چې د سرتېرو وژنه او ضايعه يوه بوږنوونکې پېښه ده ، چې دهر افغان زړه ټپي کوي او د عاملينو پر وړاندې يې کرکه څرګندوي.
د لاريون په څنګ کې د کونړ غازي اباد پېښه کې د وژل شوو سرتېرو د فاتحې مراسم هم د سلګونو تنو او ځايي چارواکو له خوا د چغچران ښار د شهيدانو په جامع جومات کې واخيستل شول.
ولسمشر کرزي هم ددې پېښې په سختې غندنې سره دا پېښه د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو وژنې او يو جدي تروريستي عمل کڼلى. کرزي تېره ورځ د وزيرانو شورا په ناسته کې د سرتېرو د زړورتيا ستايلو ترڅنګ دفاع وزارت ته دنده وسپارله، چې موضوع په جدي ډول وڅېړي.
نن له غرمې وروسته د پروان په مرکز چاريکاور کې هم ټولې هټۍ د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو سره د غمشريکۍ په موخه تړل شوې او تورې جنډې پرې را ځوړندې وې.
د چاريکار ښار يوه زرګر نصيراحمد وويل، چې ددې ښار له زرو ډېرې هټۍ د ملي اردو د وژل شويو سرتېرو سره د غمشريکۍ او تسليت په موخه تړل شوې دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل:((زموږ د هېواد په هر کونج کې چې يو امنيتي کس وژل کېږي، د تاسف وړ ده، موږ خپلې هټۍ د شهيدانو وينو ته د درناوري په خاطر بندې کړې او له کورنيو سره يې غمشريکي کوو.))
د خوراکي توکو يوه پلورونکي اجمل هم وويل، هر څو يې که هټۍ بنده وي او زيان وکړي، نو تاوان نه کوي، د دوى موخه داده، چې له وژل شويو سرتېرو سره خپل تاثر او غمشريکي څرګنده کړي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وويل، چې دا يو سوله ييز خوځښت و او امنيتي ځواکونو اړين امنيتي تدابير نيولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP