Language

امنيتي مسوولين غزني کې د ٦٠ وسله والو د وژلو ادعا کوي

غزني ښار (پژواک ۷ کب ۹۲): د غزني چارواکي وايي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې په پيل کړو عملياتو کې ٦٠ وسله والو طالبان وژلي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا قوماندان جنرال غلام حيدر نيکپاى د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې په اندړو، ګيرو، ده يک، ګيلان، قره باغ او يو شمېر نورو سيمو کې ترسره کړي، چې يو اندازه وسلې او مهمات هم په کې نيول شوي دي.

نيکپاى وايي: ((د ټاکڼو د امنيت لپاره مو په غزني کې پوځي عمليات پيل کړي، په تېرو شلو ورځو کې په دغو عملياتو کې ۶۰ طالبان، چې يو شمېر يې نوي له زندانه خوشې شوي وو، وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.))

د نوموړي په وينا، دغه عمليات ظاهراَ د ټاکنو د امنيت په هدف پيل شوي خو د هغې تر څنګ په کې يو شمېر هغه وسله وال هم په نښه شول، چې د غزني پر مراسمو يې د بريدونو هوډ درلود.

په غزني کې د اسلامي ثقافت د پلازمېنې مراسم د کب په ٤مه ترسره شول، چې په کې د افغان چارواکو تر څنګ د څو هېوادونو استازو هم برخه لرله.

د ۲۰۳ تندر قل اردو د دريمې لوا قوماندان په وينا، د ټاکنيزو حوزو د خونديتوب لپاره په دغو عملياتو کې ملي پوليسو، ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو برخه اخيستې او عمليات لا هم روان دي.

په غزني کې د رايې ورکولو څه باندې ۴۰۰ مرکزونه شته چې د چارواکو په وينا، ۱۴۸ يې له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

په ورته مهال د ۲۰۳ تندر قل اردو قوماندان وايي، چې د دغو مرکزونو امنيتي ګواښونه به راټيټ کړي څو خلک وکولاى شي په راتلونکو ټاکنو کې له وېرې پرته ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو مسوولينو هم نن د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ٥٧ وسله والو د وژلو خبر ورکړ.

ټاکل شوې را روانې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې په ۱۶مه ترسره شي.

د دغو ټاکنو د خونديتوب په تړاو پر غزني سربېره د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د چاڼيزو عملياتو د پيلېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د غزني په ولايت کې د ٦٠ وسله والو طالبانو د وژل کېدو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.