Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راسموسن : که سند لاسليک نه شي، ټول ځواکونه او تجهيزات اوباسو

بروکسل ( پژواک، ۷ کب ۹۲ ) : د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن يو ځل بيا د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي سند پر لاسليک ټينګار وکړ او ويې چي د نه لاسليک په صورت کې به ناټو خپل ټول سرتيري او تجهيزات له افغانستان څخه اوباسي.

راسموسن دغه څرګندونې  کب په ۷مه، د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو او ايساف ددفاع وزيرانو ددوه ورځنۍ غوڼدې د پرانستې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې به د ايساف او ناټو ددفاع وزيران به په  ګډه په افغانستان کې د ايساف د روان ماموريت او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت په اړه به په تفصيل سره خبرې کوي.

د راسموسن په وينا، که چېرې دکابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي سند لاسليک ونه شو، نو د ناټو او افغانستان ترمنځ د صوفه تړون لاسليک هم ناشونی دی.

د ناټو سرمنشي وويل : (( کله چې دا دواړه سندونه لاسليک نه شي، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو هېڅ سرتېری پاتې نه شي.))

راسموسن وايي چې  د ټولو سرتېرو ويستل ددوی خوښه نه ده، خو حقايقو ته په کتلو سره چې دافغان لوري د امنيتي سند د نه لاسليکولو په صورت کې دوی اړ دي چې د راتلونکي لپاره خپل پلانونه جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.