Language

په کابل کې د پاکستان سفارت پر وړاندې لاريون وشو

کابل(پژواک، ٧ کب ٩٢): په کابل کې د پاکستان د سفارت پر وړاندې لاريون وشو او معترضينو پاکستان د کونړ ولايت په پېښه کې ښکېل وباله.

څلور شپې وړاندې د ملي اردو ٢١ سرتېري د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې ووژل شول.

   د يادو سرتېرو د مړو سپارلو ځانګړي مراسم په کابل کې د سردارد محمد داوود خان روغتون کې تر سره شول او د هېواد په ملي بيرغونو کې پېچلي تابوتونه يې د ملي سرود او پوځي درناوي په وړاندې کولو سره خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

 نن په لسګونو ځونانو د افغان امنيتي ځواکونو څخه په ملاتړ  د کابل له بره کي څلور لارې د پاکستان تر سفارت پورې لاريون وکړ.

د افغانستان د ويښو ځوانانو خوځښت رييس اسرار کريمزي وويل:”موږ دا لاريون  د  ملي اردو د هغو سرتېرو د شهادت په موخه کړى، چې په غازيى اباد کې يې د وطن ددفاع په موخه خپل خواږه ځانونه له لاسه ورکړي دي.”

نوموړي د پاکستان حکومت په دې پېښه کې ښکېل وباله او ګواښ يې وکړ، چې افغانان ژوندي دي او له خپلې خاورې دفاع کوي.

 کريمزي هيله څرګنده کړه، چې دولت بايد لازم اقدامات وکړي او ددې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه زياته کړه :(( پاکستان د ترهګرو ملاتړى دى، له نړيوالې ټولنې غواړو، چې د ترهګرۍ د تمويل کوونکو او ملاتړو سرچينو مخه د هغه هېواد په خاوره کې ونيسي.))

د لاريون يوه بل ګډونوال زمري وويل:((موږ دلته ددې لپاره راټول شوي يو، چې زموږ غږ  د پاکستان دخلکو او حکومت غوږونو ته ورسېږي ، څو پر راتلونکي کې په امنيتي ځواکونو دا ډول بريدونه تکرار نه شي.))

هغه ګواښ وکړ، چې د پاکستان حکومت د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس وانه خلي، نو دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

دا خوځښت چې د افغانستان د ويښو ځوانانو له خوا رابلل شوى و، د پاکستان سفارت مخې ته د يوه پرېکړه ليک په لوستلو سره پاى ته ورسېد.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي:(( موږ د ملي اردو  پر اتلو سرتېرو شوى بريد په کلکه غندو، امنيتي ځواکونه د هېواد د ناموس ساتونکي دي او پر دې ځواکونو هر ډول بريد د افغانستان پر نوامېسو بريد ګڼو.))

 

Related Topics