جلال اباد، کابل (پژواک ٨ کب ٩٢): سلګونو ښځو په ننګرهار او کابل ولايتونو کې د ولسمشرۍ د کانديدانو اشرف غني احمدزي او ګل اغا شېرزې له کانديدو څخه ملاتړ وکړ او بل کانديد داوود سلطان زوى بيا تورخم ته سفر وکړ.
په جلال اباد کې د يوې غونډې په ترڅ کې، نن سلګونو ښځو د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ملاتړ څرګند کړ او نوموړى يې د راتلونکو ټاکنو لپاره يو وړ کانديد وباله.
د ياد کانديد د ختيځې سيمې د کمپاين دفتر مشر احسان الله کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل، نن يې د کمپاين په دفتر کې له زرو زياتو ښځو غونډه درلوده، چې ټولو په يوه خوله د ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ده زياته کړه: ((ډاکټر اشرف غني د ټولنې د هر قشر او له هغې ډلې د خورا مهم قشر ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره ځانګړي عملي پلانونه لري.))
دى وايي، ښځې د ټولنې مهمه برخه ده او بايد په ټاکنو کې ونډه واخلي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون هم د ډاکټر اشرف غني له کانديدۍ څخه ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل، چې ډاکټر غني هغه څوک دى، کوم چې د ښځو حقونو ته له بل هر چا ژمن پاتې کېدلى شي.
هغه وايي: ((که ډاکټر غني بريالی کړئ، جګړه به کمزورې او د ميندو د بورېدو مخه به ونيول شي.))
د مدني ټولنې فعاله ډاکټر زرغونه نعيمي وايي، وياړي چې نن په داوطلبانه ډول په راتلونکو ټاکنو کې د نړۍ د دويم مفکر ډاکټر محمد اشرف غني ملاتړ کوي.
په دغې غونډه کې د مدني ټولنو او ښځو د بېلابېلو ټولنو استازو له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند او پر نورو ښځو يې هم غږ وکړ، چې نوموړي ته رايه ورکړي او د ولسمشرۍ تر څوکۍ يې ورسوي.
ياده دې وي، چې تېره ورځ په لغمان کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د څلورو سيمه ييزو دفترونو پرانيسته هم وشوه.
له بلې خوا د ولسمشرۍ کانديد محمد داوود سلطان زوی، نن د ننګرهار سرحدي ښارګوټي تورخم ته سفر وکړ او په يوه خبري ناسته کې يې وويل، چې د سيمې هېوادونه دې په افغانستان کې رقابتي جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.
نوموړي په داسې مهال سفر وکړ، چې له کابله يې تر تورخمه موټرچلونه په خپله کوله او يواځې څو د ګوتو په شمار ساتونکي او دوه موټر يې لرل.
نوموړي د سرحد په صفري نقطه کې د خبري غونډې پر مهال رسنيو ته وويل، چې په هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې پايله په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغان حکومت ناسالم سياست دى.
هغه په دې خبري کنفرانس کې د سيمې پر ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې له جنګ جګړو څخه لاس واخلي او په افغانستان کې دې خپلو رقابتي جګړو ته پاى ورکړي.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان په سوله کې ګاونډي هېوادونه ډېر مهم رول لري، نو بايد يو سالم سياست څخه کار واخيستل شي.))
دى وايي، روانې سياسي رهبرۍ په هېواد کې خارجي سياست د ګاونډي هېوادونو په خوښه جوړ کړى، چې له امله يې يادې ستونزې رامنځ ته شوې دي.
نوموړي د کونړ پېښې ته په اشارې پر پاکستان هم غږ وکړ، چې دوى له پاکستان سره د اروپايي هېوادونو په څېر ګاونډيتوب غواړي.
سلطان زوى وايي: ((د خارجي هېوادونو سره نېکې اړيکې، په هېواد کې د جنګ جګړو پاى او د ستونزو د هواري په موخه موږ ګڼ پلانونه لرو.))
د ولسمشرۍ د ياد کانديد په وينا، د سولې د راوستو لپاره د دوى ټيم له يو شمېر وسله والو سره هم خبرې کړي او هڅه کوي، چې وسله وال اړ کړي، ترڅو له جګړې لاس واخلي.
هغه زياته کړه: ((زموږ هدف هم د بدلون راوستل دي او وسله وال هم، نو په کار ده چې له جګړې لاس واخلي او د سياست ډګر ته راشي.))
نوموړى دا هم وايي، د نورو کانديدانو په تګلارو او برنامو کې ډېر هغه څه نشته، کوم چې ده په خپلې برنامې کې ځاى پر ځاى کړي دي.
ده هغه ادعاوې هم په کلکه رد کړې، چې ګواکې نوموړى به د کوم ولسمشرۍ کانديد په ګټه تېريږي او يا به چا سره ايتلاف کوي.
سلطان زوى وايي: ((نه مو له چا سره خبرې کړي او نه هم چا ته تېرېږم، زموږ هدف په هېواد کې بدلون راوستل دي.))
نوموړي له خبري غونډې وروسته په تورخم کې له مسافرينو سره هم روغبړ وکړ او په هېواد کې د شتو ستونزو د حل لپاره يې ورسره ژمنې وکړې.
ياده دې وي، چې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي.
له بلې خوا سلګونو ښځو په کابل کې د ولسمشرۍ له کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي څخه ملاتړ څرګند کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډې کې د شېرزي د سولې او بيارغونې د ټيم د ښځو د ټاکنيزې مبارزې مشرې ملالۍ اسحاقزۍ له مېرمنو وغوښتل، هغه چاته رايه ورکړي، چې د افغانستان راتلونکې د ښې لور ته بيايي او په هېواد کې دايمي استوګنه ولري.
هغې زياته کړه، ګل اغا شېرزي ته رايه به په هېواد کې د سولې راوستو او امنيت ټينګېدو لامل شي او هم به کار خپل اهل ته وسپارل شي.
په ياده غونډه کې د شېرزي د ټاکنيز کمپاين مسوول سيد اسحاق ګيلاني بيا وويل، چې د افغانستان خلک اوسمهال ويښ دي او هېڅکله به هغو کسانو ته رايه ورنه کړي، چې له ملت او هېواد سره يې خيانت کړى دى.
هغه تور ولګاوه، يو شمېر هغه کسان چې د روسانو پر ټانکونو سپاره وو، اوس غواړي چې د افغانستان حکومت خپل کړي.
نوموړي په حکومت کې د مېرمنو ونډه اغېزمنه وبلله او ويې ويل، که ښځې په حکومت کې برخه واخلي، افغانستان به پرمختګ وکړي.
ګيلاني وايي: “موږ ګل اغا شېرزى ارګ ته بيايي او هغه کاميابوو.”