مزارشريف (پژواک ٨ کب ٩٢): د بلخ ولايت د ولايتي شورا ځينې ښځينه کانديدانې د خپلو پيلېدونکو ټاکنيزو مبارزو په اړه له امنيتي پلوه اندېښنې لري.
دغه کانديدانې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم د امنيت د خرابېدو شونتيا شته ده.
د بلخ د ولايتي شورا خپلواکه نومانده يلدا نرګس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که امنيت همداسې وساتل شي، نو هيله لري چې د رايو له لارې ولايتي شورا ته بريالۍ شي.
نوموړې زياته کړه، چې د مدني فعاليتونو فعاله وه، له همدې يې هڅه کړې، چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي او په رسمي توګه د خلکو خدمت وکړي.
د هغې په وينا، د ولايتي شورا د ټاکنيزو مبارزو په اړه له اقتصادي او امنيتي پلوه اندېښمنه ده.
نرګس وويل، چې په ځينو ولسواليو کې د احتمالي امنيتي ګواښونو اندېښنې شته، خو د دوى د کار ساحه تر ډېره د ولايت تر مرکزه پورې رالنډه ده.
نوموړې زياته کړه: ((له امنيتي پلوه اندېښنې شته، ولسوالۍ خو څه کړې که چېرې د دولت وسله وال مخالفين وغواړي، چې د ولايت په مرکز کې کانديدانو ته ګواښ پېښ کړي؛ نو کولی يې شي.))
د هغې په وينا، له امنيتي ارګانونو هيله کوي، چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د ولايتي شورا نوماندې نرګس وايي، چې له ټولو بله ستونزه يې اقتصادي اړخ دی، که څه هم تر دې دمه له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې نه ده؛ خو امکان لري، چې ورسره مخ شم.
نوموړې زياته کړه، چې د ځوانانو په رايو به ولايتي شورا ته لاره پيدا کوي.
همداراز د بلخ د ولايتي شورا نوماندې ډاکټر رحيمې رحيم د ولايتي شورا په پيلېدونکو مبارزو کې امنيت د ښځينه نوماندانو لپاره ستره ستونزه وګڼله.
نوموړې پژواک ته وويل، چې د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکې ده او ډېره تمه يې هم د همدې ولسوالۍ له مېرمنو ده، چې رايه ورکړي.
خو ډاکټر رحيمه د چمتال او شاوخوا سيمو د امنيت له پلوه اندېښمنه ده.
نوموړې زياته کړه، چې په مزارشريف ښار کې ژوند کوي؛ خو د خپل کمپاين لپاره په ډاډه توګه خپلې سيمې ته د ورتلو په برخه کې زړه نازړه ده.
د هغې په وينا، امنيتي ارګانونه بايد خپلې هڅې يوازې د ولايت تر مرکزه پورې محدودې نه کړي، بلکې د دغه ولايت ولسواليو ته يې هم بايد په جدي توګه وغځوي.
خو د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، دوی ډاډه ده، چې د ټاکنو تر ورځې به په دغه ولايت کې د امنيت له پلوه ټول احتمالي ګواښونه له منځه يوسي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت امنيتي حالت اوس ډاډمن دی او دوی يې د لا ښه کېدو په موخه ګړندۍ هڅې کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ټول ولايت په کچه ۳۱ مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ و، چې د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې دغه کچه ۷ مرکزونو ته راټيټه شوې ده.
د هغه په وينا، د بلخ ولايت د البرز په غرنۍ سيمه، چمتال، زارع او چهاربولک ولسواليو کې دمګړۍ يو شمېر مرکزونه تر ګواښ لاندې دي، چې د ګواښونو د له منځه وړو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
سمونوال قادري وويل، دوی ډاډه دي، چې د ټاکنو تر ورځې به د امنيت له پلوه ټول احتمالي ګواښونه له منځه وړي.
د بلخ ولايتي شورا ١٩ غړي لري، چې پنځه يې ښځې دي.
ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو ټاکې د ولسمشرۍ له هغو سره يو ځاى د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.