ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن پر ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو ټينګار وکړ

راسموسن پر ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو ټينګار وکړ

author avatar
27 Feb 2014 - 16:34
راسموسن پر ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو ټينګار وکړ
author avatar
27 Feb 2014 - 16:34

بروکسل (پژواک ٨ کب ٩٢): د ناټو سازمان منشي يو ځل بيا په افغانستان کې د ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو غوښتنه وکړه.

د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن د کب په ٨مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو او ايساف د دفاع وزيرانو د غونډې په دويمه ورځ په خپله پرانيستونکې وينا کې وکړې.

دا غونډه پرون پيل شوې وه او نن يې د افغانستان په اړه ځانګړې شوې ده.

راسموسن وويل، چې څه موده مخکې د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو رسمي کمپاين پيل شوى او راتلونکې مياشت به افغانان په تاريخي ټاکنو کې برخه واخلي.

د ناټوسرمنشي زياته کړه: ((موږ په افغانستان کې ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو منتظر يو، چې امنيت يې په خپله د افغان ملي ځواکونو له خوا نيول کېږي.))

د هغه په وينا، ناټو اوسمهال په افغانستان کې د ايساف د روان ماموريت د پاى ته رسولو په درشل کې دي او دا يقيني کوي چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې د امنيت بشپړ امنيت ونيسي.

راسموسن زياته کړه: ((افغان ځواکونو د امنيت د لېږد په پروسه کې ډېر سخت کار کړى دى او موږ به د دوى ملاتړ ته ادامه ورکوو.))

دى وايي، ناټو په پلان کې لري چې تر ٢٠١٤ کال تر وروستيو او د ايساف د ماموريت تر بشپړېدو وروسته د افغان ځواکونو مشورې، روزنې او همکارۍ ته ادامه ورکړي.

خو د ناټو سرمنشي وويل، د دغه کار لپاره اړينه ده، چې دوى په يوه قانوني چوکاټ کې د خپلو ځواکونو د شتون لپاره له افغان حکومت سره د (صوفه) سند لاسليک کړي.

راسموسن دا هم وويل، چې د صوفه سند له امريکا سره د افغان حکومت د امنيتي سند تر لاسليک وروسته عملي کېداى شي.

هغه زياتوي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند ځنډېدل د دوى کارونه سختوي او د دغه سند پر ژر لاسليک يې ټينګار وکړ.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.