Language

د ګاز ډبې چاودنې يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول

جلال اباد( پژواک ٩ کب ٩٢): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په يو هوټل کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهې بجې د جلال اباد ښار د سالار هوټل په پخلنځي کې رامنځته شوه.

دى وايي ، چې په پېښه کې وژل شوى او ټپيان شوي د همدې هوټل کارکوونکي دي.

 د هوټل مشر شهسوار وايي، چاودنه ډېره درنه وه او د دوه پوړيز هوټل يې تخريب کړى ، خو تر اوسه نه ده معلومه ، چې چاودنه د څه شي له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې ټپيان د عامې روغتيا ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې روغتون يو ډاکټر پژواک ته وويل،چې له ټپيانو څخه د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.