Language

لښکرګاه ( پژواک ٩ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي په هلمند کې يوې غونډې ته وويل ، چې که ولسمشر شي، د سولې د ټينګښت او د بيارغونې نورو پروژو ته د پاملرنې تر څنګ به د کجکي بند هرومرو ورغوي

دغه غونډه ، چې شاوخوا ٣٠٠٠ تنو په کې برخه لرله ، نن د هلمند په مرکز  لښکرګاه کې جوړه شوه او له ګډونوالو يې شاوخوا ٣٠٠ تنه ښځې وې.

د ولسمشرۍ کانديد محمد شفيق ګل آغا شېرزي غونډې ته د وينا پر مهال وويل،چې د حکومت اوسنى د سولې پروګرام ناکام دى او که دى ولسمشر شو، نو د سولې لپاره به يوه جرګه ګۍ جوړه کړي، تر څو چې مرور خلک پخلا کړي او له جګړې لاس واخلي.

هغه وايي ، هڅه به وکړي،چې د هېواد ټولو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

شېرزي وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د هلمند د کجکي د برېښنا بند د درېيم توربين د نصب او بيا رغونې پروژې خبرونه خپريږي،خو که دى ولسمشر شي نو هرو مرو به دغه کار وکړي .

هغه وويل،چې که له بلې خوا د دې کار  لپاره پيسې پيدا نه شي، نو په خپل لګښت به يې ترسره کړي.

د کجکې د برېښنا بند د درېيم توربين د نصبولو او بيارغولو لپاره شاوخوا اته کاله وړاندې د امريکا متحده ايالتونو له لوري تر درې سوه ميليونه زيات امريکايي ډالر ځانګړي شول، خو تر دې مهاله دا کار نه دى شوى.

شاوخوا يو کال مخکې د دې بند ځينو کارکوونکو ادعا کوله،چې  دغه بند ته له ځانګړو شويو پيسو ١١٠ ميليونه ډالر د بهرنيانو په معاشونو لګول شوي دي.

په دغه بند کې دا مهال دوه توربينونه د ٣٢ مېګاواټه برېښنا توليد لري، چې د درېيم توربين په نصبولو سره به يې د توليد ظرفيت ٥١ مېګاواټو ته لوړ شي.

ګل اغا شېرزي په نننۍ غونډه کې وويل،چې که ولسمشر شي په هلمند کې به صنعتي پارکونه جوړ کړي او د بيا رغونې نورو پروژو ته به هم پاملرنه وکړي.

دى وايي ، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، نو وړ کسان به پر دندو وګوماري او  د ښځو حقونو ته به پاملرنه وکړي .  

د غونډې يو ويناوال او د هلمند د ناوې ولسوالۍ قومي مشر عطاالله وويل، چې له شېرزي څخه ملاتړ کوي .

دده په وينا، له شيرزي د خلکو غوښتنه دا ده چې که بريالي شي،د سولې او امنيت ټينګښت او د بيا رغونې چارو  ته ډېره پاملرنه وکړي.

وړمه ورځ د ولسمشرۍ بل کانديد اشرف غني احمدزي هم هلمند ته سفر کړى او يوې غونډې ته يې وينا وکړه چې شاوخوا ٦٠٠٠ تنو په کې برخه اخيستې وه.