کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٢): په يونان کې د بېړۍ د ډوبېدو له امله د مړو شويو ١٦ افغانانو کورنۍ د جسدونه په لېږدولو کې د افغانستان د حکومت مرسته غواړي.
د کونړ د نرنګ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احسان الله د کب په ١٠مه، له يونان څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره مياشت د يونان په سمندر کې د کډوالو يوه بېړۍ ډوبه شوې وه.
هغه زياته کړه، په دې بېړۍ کې ګڼ شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اوسېدونکي سپاره وو، چې تراوسه په پيدا شويو جسدونو کې ١٦ افغانان پېژندل شوي دي.
احسان الله وويل، دغه جسدونه د درېيو کورنيو دي چې د هرات، کابل او کونړ اړوند دي.
د نوموړ ي په وينا، په مړو شويو کسانو کې د ده مېرمنه او څلور اولادونه (دوه نجونې، دوه هلکان) شامل دي.
د کونړ ولايت دغه اوسېدونکى وايي، په هېواد کې د روانو جنګونو او بې وزلۍ له امله، دوى اروپا ته کډوال کېدل او غوښتل يې چې د يونان له لارې بلجيم ته ځان ورسوي.
هغه د افغانستان له حکومته وغوښتل، چې د ده د کورنۍ په ګډون د نورو مړو شويو افغانانو د جسدونو په لېږدولو کې ورسره مرسته وکړي.
ده زياته کړه: ((موږ دومره وسه نه لرو، چې خپل مړي هېواد ته راولېږدوو.))
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني پژواک خبري اژانس ته وويل، دا د دوى مکلفيت دى چې د نړۍ په هر ګوټ کې د افغانانو مرستې ته ودانګي.
د هغه په وينا، دا د افغانانو حق هم دى، چې له خپل حکومت څخه مرسته وغواړي.
نوموړي وويل، چې همدا اوس به د بهرنيو چارو په وزارت کې له اړونده رياست او په بلغاريا کې د افغانستان سفارت سره اړيکې ونيسي، ترڅو په دې برخه کې لازمې مرستې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې اروپا او اسټراليا ته په قاچاقي لارو د افغانانو د تګ له امله هر کال لسګونه کسان په کښتيو کې ډوبېږي.
همدا اوس په بلجيم کې لسګونه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دې، په يوه کليسا کې وروسته له هغه پناه اخيستې، چې د بلجيم حکومت ونه منل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP