Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د ملي اردو سرتېرو ته د مرستې په رسولو کې غفلت شوى”

فيض اباد (پژواک ١٠ کب ٩٢):  د بدخشان ولايت د مدني ټولنې ځينو فعالانو  نن د ملي اردو د سرتېرو د وژنې په اعتراض کې يوې لاريون غوندې ته وويل، چې د جګړې پر مهال سرتېرو ته په مرسته رسولو کې غفلت شوى دى.

د ملي اردو ٢١ سرتېرو تېره اونۍ د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغه لاريون کې، چې نن د فيض اباد ښار په فرهنګ شهر واټ کې ترسره شو، د مدني ټولنې فعالانو، مخورو او ځوانانو په کې ګډون کړى و.

د مدني ټولنې يوه فعال صبغت الله ارين پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې دغو سرتېرو ته تجهيزات او وسلې پر وخت نه دي رسېدلې او په دې برخه کې غفلت شوى دى.

هغه زياته کړه، چې حکومت بايد خپل دوه ګونى سياست ختم کړي، طالبانو ته دې د  ورور خطاب نه کوي، بايد د مشورتي جرګې پرېکړو ته درناوى وکړي او له امريکا سره امنيتي او دفاعي سند لاسليک کړي.

ارين وويل: ((په کونړ کې سرتېرو ته د هوايي مرستې نه ورسېدل هم د امنيتي تړون د نه لاسليک په سبب شوي دي.))

د مدني ټولنې يوه بل فعال سيد عمر باهر له حکومته وغوښتل، چې په راتلونکي کې دې د سرتېرو د کورنيو وضعيت ته پاملرنه وکړي.

د لاريونغونډې برخه والو په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په يوه برخه کې يې راغلي دي: “د هېواد وسله والو ځواکونو له ترهګرۍ او وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې قربانۍ ورکړې، د خپل سر په بيه يې له خپلواکۍ، ازادۍ، امنيت او د خلکو له عزت څخه دفاع کړې، خو تر اوسه د دولت په ځانګړي ډول د ولسمشر  له خوا د دوى د کورنيو پاتې غړو او د وسله والو ځواکونو د شهيدانو کورنيو ته پاملرنه نه ده شوې.”

 

د ويلو ده، چې د دې وژل شوو سرتېرو له ډلې پنځه د بدخشان ولايت اوسېدونکي وو، چې مړي يې تېره اوۍن دې ولايت ته تر وړلو وروسته خاورو ته وسپارل شول.

 

د دې اعتراضيه ناستې په پاى کې د مدني تولنې فعالان قرغ دښتې ته ولاړل او د شهيدانو پر څلي يې د ګلو ګېډۍ کېښودې.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي تېره اونۍ سريلانکا ته خپل سفر وځنډاوه او د دغو سرتېرو د مېړانې ستاينې ترڅنګ يې دفاع وزارت ته حکم وکړ، چې د غازي اباد پېښه په جدي ډول وڅېړي، چې وروسته بيا دفاع وزارت د کونړ د پېښې په غبرګون کې ٩ لوړي افسران له دندو لرې او د څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته و وپېژندل.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.