جلال اباد، مزار شريف (پژواک، ١٠ کب ٩٢): د ننګرهار د بېلابېلو ښوونځيو ښوونکي چې د ازادو سياليو له لارې ګومارل شوي، نيوکه کوي چې دوى دوه کاله وړاندې د ازادې سيالۍ له لارې بريالي شول، خو د وزارت له لوري ورته رتبې نه دي ورکړل شوي.
د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې د ننګرهار ولايت د بېلابېلو ښوونځيو له شاوخوا ۲۰۰۰ هغو ښوونکو چې له دولسم ټولګيو فارغ او نوي ګومارل شوي او هغو ښوونکو، چې په تېرو ازموينو کې نه دي بريالي شوي، د ملي روزنې پروګرام په لړ کې د پي ار ار (د تنخواوو لوړولو او د رتبو د اخيستلو) ازموينه واخيستل شوه.
د ازموينې يوه ګډونوال شبير احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه کاله وړاندې د ازادې سيالۍ له لارې د ښوونکي په توګه ګومارل شوی و.
هغه زياتوي، په هغې ازموينه کې ګڼ شمېر ګډون کوونکو ته تر برياليتوب وروسته رتبې ورکړل شوې، خو د هغه په ګډون يو شمېر ښوونکي له دې امتيازه بې برخې پاتې شوي دي.
د ننګرهار عالي لېسې ښوونکی سردار اغا سهار وايي، دوى د پوهنې په چوکاټ کې د شته فساد ښکار شوي او وزارت يې په لوى لاس د دوو کلونو حق خوړلی دی.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي لعل محمد درانی وايي، د اصولو له مخې هغه ښوونکي چې د ازادو سياليو له لارې ګومارل کېږي، هغوى د همدغې ازموينې پر بنسټ رتبه هم اخلي.
هغه زياته کړه، په دې اړه يې د وزارت له راغلي پلاوي سره خبرې کړي، خو قانع کوونکی ځواب يې نه دی ورکړی.
دراني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون باندې هم له دې امله نيوکه وکړه، چې د يادې درغلۍ پر وړاندې تر اوسه چوپ پاتې دي.
د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزی مني، چې په دې ازموينه کې يو شمېر هغو ښوونکو ته ګډون ورکړل شوی، چې د ازادې سيالۍ له لارې پر دندو ګومارل شوي دي.
دى وايي، هغه ښوونکي چې د ازادې سيالۍ له لارې ګومارل شوي، خو د رتبو او تنخواوو لوړېدو له امتيازه نه دي برخمن شوي، لامل يې دادى، چې د ازموينې په پايله کې يې ښې نومرې نه دي اخيستي او يا داچې په اسنادو کې يې ستونزه وه.
هغه ډاډ ورکړ چې هرومرو به حق حقدارو ته سپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ښوونکو د مسلکي کچې لوړولو په لړ کې له کابو دېرش زرو ښوونکو څخه ازموينه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې پرون په پلازمېنه کابل او نن په يو شمېر ولايتونو کې هم له زرګونو ښوونکو ازموينه واخيستل شوه.
د يوه بل خبر له مخې، په بلخ کې د ښوونکو د مياشتنيو معاشونو د ټاکلو په موخه له سلګونو ښوونکو څخه ازموينه واخيستل شوه.
د بلخ ولايت د پوهنې رييس قيس مهراين پژواک اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې له دې وروسته به د ښوونکو مياشتني معاشونه د دوی د وړتيا او تجربو پر بنسټ ټاکل کېږي.
نوموړي زياته کړه، نن د بلخ ولايت د بېلا بېلو ښوونځيو له ۵۰۰ ښوونکو څخه ازموينه واخيستل شوه، چې له مخې به يې د دوی مياشتني معاشونه ټاکل کېږي.
د هغه په وينا، په دې ازموينه کې د دولسم او څوارلسم ټولګيو فارغينو ښوونکو او همداراز هغو ښوونکو برخه واخيسته، چې په معارف کې د ډېر وخت لپاره د ښوونکي په توګه پاتې شوي دي.
مهراين وويل، د ازموينې د پايلو ترڅنګ د ښوونکو د علمي درجې او په معارف کې دولتي رتبې هم په نظر کې نيول کېږي.
ښوونکي احمد تميم، چې په ياده ازموينه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، دی خوښ دی، چې د هېواد معارف د قانوني کېدو په لور روان دی.