کابل ( پژواک، ۱۰ کب ۹۲ ) : زرګونو هیوادوالو په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو کې د کرکټ په اسیایي جام سیالیو کې د بنګله دیش پر وړاندې د ملي لوبډلې د بریا خوښي په ډولونو او اتڼونو ولمانځل.
د کرکټ داسیایي جام سیالیو په لړ کې د هیواد د کرکټ ملي لوبډله نن کوربه هیواد بنګله دیش ته له یوه په زړه پورې مقابلې وروسته ماتې ورکړه، دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دیوه بشپړغړیتوب لرونکي لومړۍ درجې هیواد پر وړاندې دافغانستان لومړی بریا وه.
دې بریا سره سم د ختیځ ولایت ننګرهار د جلال اباد په ښار کې زرګونه کسان څلور لارو او سړکونو ته راووتل او د ملي لوبډلې په بریا یې اتڼونه کول او خوښۍ یې لمانځلې.
دوی چې ملي بیرغونه یې له ځانه سره لرل د جلال اباد ښار په بیلا بیلو سیمو کې وګرځیدل او د ملي لوبډلې په ویاړ یې شعارونه ورکول.
دقدرت الله په نامه د کرکټ یوه مینه وال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی دغه بریا ته ډیر کلونه انتظار ویستی و.
هغه زیاته کړه : (( زما د ژوند د خوښۍ تر ټولو ښه شیبه همدا ده.))
د سلیم په نامه یو کوچنی اته کلن هلک چې په لاس کې یې ملي بیرغ نیولی و او له خپل ورور سره په ښار کې منډې وهلې، د پژواک د پوښتنې په ځواب کې یواځې دومره وویل : (( افغانستان ګټلې ده.))
په جلال اباد، کابل او یو شمیر نورو ښارونو کې د بریا سره سم خلکو هوایي ډزې پیل کړې چې له امله یې په جلال اباد ښار کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د ملکي روغتون یو تن نوکریوال پژواک ته وویل چې د ډزو له امله ورته شپږ ټپیان راوړل شوي چې دیوه روغتیایي حالت سخت دي.
دغه راز د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې خلک سړکونو ته راوتلي وو او خپلې خوښۍ یې لمانځلې. خو د پنځمې حوزې اړونده د کوټه سنګي په سیمه کې پولیسو پر هغو کسانو ګوزارونه وکړل، چې د کرکټ د بریا د خوښۍ لپاره راټول شوی وو.
دغو کسانو ته د کوټه د پله لاندې دراټولیدو اجازه ورنکړل شوه، خو دوی چې شمیره یې تر دوو سوو اوښتې وه، د پله دپاسه وختل او هلته یې اتڼونه کول.
خو پولیس هلته هم ورپسې لاړل او د ټوپک د کنداغونو په زور یې له هاغه ځایه وشړل او دوی ته یې اجاره ورنکړه چې د خوښۍ مراسم ولمانځي.
ددې کسانو له ډلې څخه د سعید احمد په نامه یوه تن پژواک ته وویل چې په هیواد کې ټوله ورځ د مرګونو خبرونه وي، خو نن چې د خوښۍ ورځ دی، پولیس ورته اجازه نه ورکوي.
دغه راز په کندهار، خوست او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم سلګونه کسان سړکونو ته راوتلي او د کرکټ د بریا جشن لمانځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP