غزني (پژواک ١٠ کب ٩٢): چارواکي وايي، چې په غزني ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې له امله ٥ تنه مړه او درى نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د والي مرستيال محمدعلي احمدي د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار نږدې اته بجې د ياد ولايت د روزې کوتل په سيمه کې د دوو کرولاموټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړى وايي: ((دوه کرولا موټر، چې يو يې له غزني کابل او بل يې له کابله-غزني ته په لاره وو، د غزني ښار اړوند د روزې په کوتل کې يې ټکر کړى، پنځه تنه په کې مره شوي او درى نور ټپيان دي.))
بلخوا د غزني د ولايتي روغتون رييس بازمحمدهمت پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته د يوې مېرمنې په ګډون څلور مړي اود يوه ماشوم په ګډون درى ټپيان ور وړل شوي دي.
د همت په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
ولايتي چارواکو ويلي، چې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.