Language

لسګونو کسانو د ملي اردو لپاره وينه ورکړه

اسعد اباد (پژواک، ١٠ کب ٩٢): لسګونو کسانو په کونړ ولايت کې د ملي اردو ځواکونو لپاره وينه وکړه.

دغه کسان د کب په ١٠مه، د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد  کې مرکزي روغتون ته ولاړل او د ملي اردو لپاره يې خپله وينه وکړه او له ملي ځواکونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه کسان د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي پلويان وو او ويل يې چې دوى به په هر حالت کې له ملي ځواکونو څخه دفاع کوي.

په کونړ کې د ډاکټر اشرف غني د کمپاين د دفتر مسوول ډاکټر جمال الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى غواړي چې ملي ځواکونه يې ښه پياوړي او په عصري وسلو سمبال شي، څو له دښمن سره ښه مقابله وکړى شي.

نوموړي زياته کړه، ملي دفاع وزارت دې هڅه وکړي، ترڅو د افغان ملي پوځ د پياوړې کېدو په موخه هوايي ځواک چې له هر لوري شوني وي، د دوى په واک کې ورکړي.

جمال الدين وايي، که د غازي اباد په پېښه کې افغان ځواکونو ته د هوايي ځواک مرسته په وخت رسېدلې واى، نو زيانونه به يې دومره ډېر نه وو.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په يوه ډله ييز بريد کې ٢١ سرتېري وژل شوي وو.

Related Topics