کابل ( پژواک، ۱۰ کب ۹۲ ) : دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیایي جام سیالیو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د لومړې درجې هیواد بنګله دیش ته ماتې ورکړه.
د کرکټ د اسیایي شورا اړونده دا یو ورځنۍ لوبه د کب په ۱۰مه، د بنګله دیش په فتح الله ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه بنګله دیش وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
هغه افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۴ منډې جوړې کړې او بنګله دیش ته یې د ۲۵۵ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لومړي لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل او په ۹۰ منډو کې یې ۶ لوبغاړي سوځیدلي وو، خو وروسته سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه او منډې یې تر ۲۵۴ منډو ورسوله.
اصغر ستانکزي ۹۰ ناسوځیدلې منډې وکړې او سمیع الله شینواري به ۸۱منډو وسوځید. دغه راز نوروز منګل ۲۴ او نجیب الله ځدران ۲۱ منډې جوړې کړې.
د بنګله دیش لوبغاړو دافغانستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۸ اورونو کې په ۲۲ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۳۲ منډو په توپیر سره وګټله.
دافغانستان دکرکټ په تاریخ کې د کرکټ دیوه بشپړغړیتوب او لومړۍ درجې لرونکي هیواد پر وړاندې دا لومړۍ بریا وه.
دافغانستان پیاوړی لوبغاړی سمیع الله شینواری چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه ځلیدلی و، ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر لوبې وروسته د بنګله دیش دلوبډلې کپتان مشفق الرحیم د افغانستان دلوبډلې ستاینه وکړه او ویې ویل چې افغان لوبډلې د کرکټ په هره برخه کې تر دوی ښه لوبه وکړه.
هغه زیاته کړه چې په توپوهنه کې سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي ډیره ښه لوبه وکړه، خو بیا وروسته په توپ اچونه کې افغان لوبغاړو خپله وړتيا وښوده.
د افغانستان لوبډل مشر د لوبې په وروستیو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد پر وړاندې دا ددوی لومړی بریا ده او دوی خپله خوښي نه شي بیانولی.
هغه زیاته کړه چې په دې بریا کې د لوبغاړو د ښې لوبې ترڅنګ د افغانستان د کرکټ د مینه والو او هیوادوالو دعاګانو ډیر لاس و.
ددې لوبې غوره لوبغاړي سمیع الله شینواري وویل چې ټولو لوبغاړو په ګډه په دې بریا کې ونډه درلوده دغه راز هغه دروزونکو د هڅو ستاینه هم وکړه، چې له دوی سره یې کوی.
هغه زیاتوي چې ددوی موخه داوه، چې ټول ۵۰ اورونه ولوبوي او له اصغر ستانکزي سره یې په ګډه دغه کار وکړ او یو ښه هدف یې بنګله دیش ته ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP