لښکرګاه-جلال اباد (پژواک ١١ کب ٩٢): په ننګرهار او هلمند ولايتونو کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ٢٣ وسله والو طالبان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
امنيتي چارواکي وايي، دغو وسله والو ته په نښتو، عملياتو او د ماين په يوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢١٥ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې ٦ پاکستاني وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
سرچينه دغه راز وايي، چې د يو لړ چاڼيزو عملياتو پر مهال د رييس په نوم د يوه طالب قوماندان په ګډون ٧ وسله وال په ناوې او په مخامخ جګړه کې شپږ وسله وال په موسى کلا ولسواليو کې وژل شوي دي.
چارواکو ويلي، يادې پېښې تېره ورځ ناوخته رامنځ ته شوي، خو افغان سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو د دغو راپورونو په تړاو څه نه دي ويلي ، خو په نادعلي، مارجي، ګرشک او په سنګين ولسواليو کې يې د ګڼو افغان او بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
بلخوا د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ٤ طالبان وژلي او ٦ نور يې ټپيان کړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محمد حسين مشرقيوال د کب په ١١مه پژواک ته وويل، چې دا جګړه تېره ورځ ناوخته د پچيراګام ولسوالۍ د ماماخېلو په سيمه کې رامنځ ته شوې، چې يو پوليس هم په کې ټپي شوى دى.
نوموړى وايي، دا نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريد وکړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.