جلال اباد (پژواک ١١ کب ٩٢): د پاکستان د پېښور ښار له لارې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لاره بېرته خلاصه شوه.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ايالت کې د واکمن ګوند، تحريک انصاف له خوا درى مياشتې مخکې په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريدونو په غبرګون کې د پېښور-تورخم لاره د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې تړل شوې وه.
پاکستانۍ رسنيو د کب په ١١مه خبر ورکړى، چې پرون د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان په مشرۍ د دغه ګوند د مرکزي شورا په غونډه کې د يادې لارې د پرانيستلو پرېکړه وشوه.
سرچينې زياته کړې، چې پرون له کراچۍ بندر څخه د ناټو پنځه اکمالاتي موټر د پېښور له لارې تورخم ته ورسېدل او د افغانستان خاورې ته واوښتل.
د افغانستان په تورخم کې د ګمرک يوه کارکوونکي انجنير قاسم پژواک اژانس ته وويل، چې پرون د ناټو پنځه اکمالاتي موټر له پولې اوښتې دي.
هغه زياته کړه، چې دا لړۍ له تېرو دريو مياشتو راهيسې بنده وه او اوس بېرته پيل شوې ده.
د يادونې ده، دوه کاله مخکې پر مومندو ايجنسۍ د امريکايي ځواکونو د چورلکو د بريدونو له امله چې ٢٣ پاکستاني سرتېري په کې ووژل شول، دغه اکمالاتي لاره تړل شوې وه، خو بيا وروسته بېرته پرانيستل شوه.
بايد وويل شي چې د پاکستان د بلوچستان د چمن او د افغانستان د سپين بولدک پر لويه لاره د ناټو اکمالات روان وو او کوم خنډ په کې نه و راغلى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP