Language

وسله والو د ګوشتې ولسوالۍ لسګونه خلک برمته کړي

جلال اباد (پژواک ١١ کب ٩٢): د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې وسله والو د دې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي برمته کړي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشر فريدون مومند د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د تېرې سې شنبې په ورځ (د کب ٦مه) رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ خلک د لعلپورې له لاره له سيند څخه اوړي او د تورخم له له لارې بيا پاکستان ته خپل ناروغان وړي او سوداګري کوي.

فريدون مومند وايي، چې تېره اونۍ د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور په سيمه کې وسله والو له ګوشتې تلونکي مسافر له موټرو ښکته کړي او د دې ولسوالۍ د رينې پرچاو سرحدي سيمې ته يې بيولي او بندي کړي دي.

د نوموړي په وينا، وسله والو ځکه دغه کسان بنديان کړي، چې د دې ولسوالۍ له دولت سره همکاري کوي او د قومي تړون له مخې يې وسله وال له خپلو سيمو شړلي دي.

د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشر فريدون مومند د برمته شوو شمېر ٤٢ تنه وښود.

د دې ولسوالۍ ولسوال عبدالوهاب مومند د دغو کسانو برمته کېدنه تاييد کړي او وايي، چې وسله والو ٣٠ کسان له ځان سره بيولي دي.

هغه پژواک ته وويل، وسله والو د ولسوالۍ قومي مشرانو ته ويلي چې له حکومت او سيمه ييزو پوليسو سره دې همکاري نه کوي، وسله والو ته به ځاى ورکوي او پر ضد به يې قومي تړون له منځه وړي.

د ولسوال په وينا، وسله والو يو برمته شوى تن چې موټر چلوونکى و، وژلى او د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو په صورت کې يې د نورو د وژلو ګواښ کړى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له دې پېښې خبر شوي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه کار چا کړى دى.

هغه زياته کړه، په سيمه کې ځيني غير مسوول وسله وال شته، چې له طالبانو سره پورې تړاو نه لري.

خو مجاهد وويل، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې، څو معلومه کړي چې دغه د چا له خوا تښتول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.