Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک ١١کب ٩٢): په کابل کې د لومړي ځل لپاره د افراطيت د مخنيوي په موخه د اعتدال په نوم مرکز پرانيستل شو.

د ياد مرکز د پرانيستې په مراسمو کې نن يو شمېر حکومتي چارواکو او په کابل کې مېشتو ځينو سفيرانو ګډون کړى وو.

د افغانستان د اعتدال مرکز مشر او د ولسمشر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، د دغه مرکز د پرانيستلو موخه په افغانستان کې د ژبنيو، مذهبي، قومي او نژادي تعصباتو سره مقابله او خلکو ته د اسلام رښتينى تصور وړاندې کول.

د ده په وينا، په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د اعتدال مرکزونه شتون لري او په افغانستان کې موجوده شرايطو ته په پام د دغه مرکز د پرانيستل اړين و.

هغه زياته کړه، د دغه مرکز له پرانيستې سره د وزيرانو شورا هوکړه کړې وه، چې د ولسمشر حامد کرزي د حکم پربنسټ د ده په ګډون اووه تنه غړي ورته ټاکل شوي دي.

شهراني وايي، هڅه به وکړي چې د دې مرکز له لارې په خلکو کې له ديني مفاهيمو څخه د افراط او تفريط  مخنيوى وکړي، ځکه اسلام د اعتدال او منځلارۍ دين دى.

د يادولو ده، چې د اعتدال اصلي مرکز په کوېټ هېواد کې دى او په ځينو اسلامي هېوادونو کې يې څانګې فعاليت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.