لښکرګاه (پژواک ۱۳ کب ۹۲): په هلمند ولايت کې د اشرف غني احمدزي او زلمي رسول په ملاتړ غونډې وشوې.
د ولسمشريزو ټاکنو د دغو دوو کانديدانو په ملاتړ دا غونډې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه او يوې لرې پرتې ولسوالۍ ګرمسير کې د هغوى د سلګونه پلويانو له لوري ترسره شوې.
په هلمند کې د زلمي رسول په ملاتړ غونډه د دغه ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د کب په ١٣مه ترسره شوه، چې زيات شمېر ځايي اوسېدونکو برخه په کې اخيستې وه.
د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر عبدالرحمن په غونډه کې له خلکو غوښتنه وکړه، چې زلمي رسول ته رايه ورکړي او په ټاکنو کې له هغه ملاتړ وکړي.
نوموړي وويل: ((ډاكتر زلمى رسول په سياسي چارو كې يو وتلى شخصيت دى او كولاى شي، چې افغانستان د يوه ښه راتلونکي پر لوري بوځي.))
دغه راز په همدې ورځ په لښکرګاه ښار کې د حق او عدالت ګوند له خوا په جوړه شوې غونډه کې د ډاكتر اشرف غني احمدزي ملاتړ وشو.
د نورالله جلالي په نوم يوه تن د غونډې ګډنوال ته په وينا کې وويل، ډاكتر اشرف غني د نړۍ دويم مفكر دى او بايد ملاتړ يې وشي.
د نوموړي په وينا: ((اشرف غني کولاى شي افغانستان له کړاوونو را وباسي نو راځئ چې رايه وکړو.))
دا په داسې حال كې ده، چې په همدې ورځ د هلمند ولايتي شورا ته د نوماندانو كمپاين هم پيل شو چې لسګونو نوماندانو خپل انځورونه د ښار په بېلابېلو برخو كې ولګول.