Language

لښكرګاه (پژواک ۱۳ كب ۹۲): د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې د تېرو كلونو په پرتله په دغه ولايت كې د كوكنارو په كركيله کې زياتوالى راغلى دى.

د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس سيداحمد ورور له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې سږ کال په دغه ولايت کې په سل زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

ورور زياته کړه، په هلمند کې كوكنار ډېر په هغو سيمو کې کرل شوي، چې د وسله والو طالبانو تر نفوذ يا ولکې لاندې دي خو په نورو سيمو کې دا کچه کابو صفر ته راټيټه شوې ده.

نوموړي وايي، د کوکنارو د کر په اړه يې په خپله سروې نه ده کړې خو هغه شمېرې چې د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شوې، ښيي چې سږ کال په هلمند کې کوکنار ډېر کرل شوي دي.

د ورور په خبره: ((وسله وال طالبان هم له کروندګرو سره د کوکنارو فصل د ساتلو پر مهال مرسته کوي او يوه اندازه ګټه يې نېغ په نېغه هغوى ته ورځي.))

نوموړي وويل، دوه ورځې مخکې په مرکزي سيمو کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوى او په ټولو ولسواليو کې ۷۵۰ سرتېري په دغه کمپاين کې بوخت دي

بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، چې د کوکنارو په له منځه وړو کې جدي دي او پرېکړه شوې چې سږ کال به په دغه ولايت کې کوکنار له منځه وړي.

دغه راز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، پوليس چمتو دي چې دغه کمپاين په ښه توګه ترسره کړي.

په دې اړه د هلمند ولايتي شورا مرستيال او د کجکي ولسوالۍ قومي مشر فضل باري فياض پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې تر سل زره هکټاره پر ډېر ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

نوموړي وويل: ((افغان دولت له دوو ستونزو سره مخ دي، تروريزم او بل د کوکنارو کر او قاچاق، لومړى بايد د تروريزم ستونزه حل شي او وروسته دې د کوکنارو د کرکيلې مخنيوى وشي.))

د سنګين ولسوالۍ يوه قومي مشر شمس الله صحرايي پژواک ته وويل، د کوکنارو د کمپاين پروسه په تېرو ۱۳ کلونو کې ډېره تکرار شوې او د ده په وينا ګټه يې نه ده کړې.

د هلمند ولايت په ځينو ولسواليو کې تېر څو کاله د چارواکو په وينا د کوکنارو کرکيله کابو صفر ته راټيټه شوې وه خو په سوېلي ولسواليو کې يوازې د خانشين په ولسوالۍ او څو نورو سيمو کې کوکنار کرل شوي وو.