Language

غزني ښار (پژواک ۱۴ کب ۹۲) : په غزني ولايت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين کوونکو پر موټرو چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

دغه چاودنه د کب په ١٤مه، په داسې حال کې په غزني کې وشوه، چې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ولايتي دفتر  پرانيستل شو.

په غزني کې د ډاکټرعبدالله دکمپاين مشر سيدمحمود ګيلاني په دې اړه خبريالانو ته وويل ، چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې ددوى د موټرو کاروان د ولايتي دفتر د پرانيستلو غونډې ته روان و.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يې دوه موټر زيانمن شوي، خو چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ګيلاني په وينا،په غزني کې د وسله والوطالبانوترڅنګ يو شمېرنورې کړۍ، سياسې رقابتونه او دښمنان هم شتون لري.

خو نوموړي دا ونه ويل ، چې د نن ورځې په چاودنه کې د چاس لاس و. هغه له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې ددوى امنيت يې ټينګ کړى و.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی او د ډاکټرعبدالله د کمپاين د ولايتي دفتر غړي علي اکبر  قاسمي د دفتر دپرانيستلو په مراسمو کې وېره څرګنده کړه، چې د ټاکنو پر مهال په غزني کې ددرغليو امکان شته.

د هغه په وينا، د يو شمېر ولسواليو يواځې مرکزونه ددولت په لاس کې دي او پاتې سيمې يې د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي ، په نا امنو سيمو کې  امکان لري، چې درغلي وشي.

ټاکل شوې ده، چې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي .