Language

احمدزى: د ورېښمو لاره پر نړيوال سوداګريز مرکز نوموم

فيض اباد (پژواک ١٥ کب ٩٢): اشرف غني احمدزي بدخشان ته په خپل سفر کې د ورېښمو لار د نړيوال سوداګريز مرکز د نومولو او د استاد سياف دويم مرستيال تخار ته په خپل سفر کې، د حضرت عمر (رض) په څېر د حکومت رامنځته کولو، ژمنې وکړې.

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي، نن د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د نوموړي کانديد په ټاکنيزه غونډه کې وويل، چې په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به په لومړي قدم کې د ورېښمو لار له چين سره ونښلوي او پر نړيوال ټرانزيټي مرکز به يې ونوموي.

د ورېښمو لويه لار د بدخشان له بهارک ولسوالۍ څخه پيل شوې او له وردوج او شکاشم ولسواليو څخه په تېرېدو له چين هېواد سره نښلول کېږي.

د بدخشان والي شاه ولي الله څه موده وړاندې ويلي و، چې د ورېښمو لويې لارې کار د يوې اقتصادي لارې په توګه روان دى، خو ګاونډى هېواد پاکستان وېره لري، چې که چېرې دغه لار پرانېستل شي نو د  خلکو اقتصاد به پرمختګ وکړي او يوه بديله لاره ورته پيدا کېږي، نو له همدې امله وسلوال مخالفين په وردوج دره کې، چې اوسمهال جرم ولسوالۍ ته راغلي، په پراخه توګه تمويلوي.

اشرف غني احمدزي په ياده غونډه کې، چې دواړو مرستيالانو جنرال دوستم او سرور دانش هم پکې ګډون درلود د خپلو پروګرامونو بل لومړيتوب د ملي اردو پياوړتيا په ګوته کړه او ويې ويل، چې د بدخشان ډېرى ځوانان په ملي اردو کې خدمت کوي نو دى به اردو ډېره سمبال او مجهزه کړي.

د ولسمشرۍ دغه کانديد زياته کړه، چې په بدخشان کې د پوليسو جوړښت هم محدود دى او دى غواړي، چې د دوى شمېر ډېر او مسلکي کړي.

نوموړي د بدخشان ځوانانو، تحصيل کړيو او ښځو ته د کاري زمينې د برابرولو ژمنه هم وکړه او زياته يې کړه: ” د بدخشان مېرمنې په ادارو کې د کار وړتيا لري، خو د ټولنې د رواجونو له امله ورته اجازه نه ورکول کېږي، که بريالى شوم نو د مېرمنو ظرفيت به لوړ کړم او په دولتي ادارو کې به ورته د کار زمينه برابره کړم.”

د احمدزي مرستيال عبدالرشيد دوستم په دغه غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي او له لارې يې خپل برخليک وټاکي.

د احمدزي دويم مرستيال سرور دانش، په دغه ملي پروسه کې د خلکو پر ګډون ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د بدلون او تداوم ټيم هغه څه، چې ژمنه کوي، عمل هم پرې کوي.

احمدزى د راتلونکو ټاکنو لومړى کانديد، چې د ټاکنيزو مبارزو له پيل راهيسې بدخشان ولايت ته سفر کوي، په داسې حال کې، چې خلکو له دې وړاندې د کانديدانو د ورتلو غوښتنه هم کړې وه.

د دغې غونډې يوه ګډونوال محمد نعيم پژواک خبري اژانس ته وويل: ” که څه د ولسمشرۍ لومړنى کانديد ډېر ناوخته ولايت ته راغى، خو د هغه پروګرامونه مو واورېدل، ډېر ښه پروګرامونه دي او د هېواد ستونزو په حل کې ډېره مرسته کوي.”

هغه دغه ولايت ته د نورو کانديدانو د ورتګ غوښتنه هم وکړه.

دغه راز نن د ولسمشرۍ د بل کانديد عبدالرب رسول سياف دوهم مرستيال مولوي عبدالوهاب عرفان د تخار په مرکز د تالقانو ښار په رابلل شوې غونډه کې، چې زرګونه کسانو پکې ګډون درلود، خپل ټاکنيز پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړل.

هغه وويل، چې دوى به د برياليتوب پر مهال په ٢١ مه پېړۍ کې، د حضرت عمر په څېر خلافت رامنځه کړي.

د سياف مرستيال زياته کړه: ” په دې پوهېږو، چې نا امني له کومه ځايه پيل شوې، له کومه ځايه يې ملاتړ کېږي او تر شا يې د چا لاسونه دي؟”