Language

افغان ښځو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه

کابل (پژواک ١٥ کب ٩٢): افغان ښځو په هېواد کې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې سوله وکړي او ورور وژنه پاى ته رسوي.

د سولې عالي شورا غړې صديقې بلخې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې د سولې عالي شورا د ښځينه غړو او د هېواد د يو شمېر ښځينه فعالينو په نوښت يې، په دې وروستيو کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې سولې ته د رسېدو او اوربند په اړه يو سرتاسري کمپاين په لاره اچولى و.

دې زياته کړه، د دې کمپاين له لارې په يوه سند کې د هېواد ٢٥٠زرو مېرمنو لاسليکونه کړي چې په کې په يوه غږ د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې په هېواد کې وينه تويونه وردوي او سولې ته غاړه کېږدي.

هغه وايي، د يادو مېرمنو لاسليکونه ښيي، چې افغان ښځې سوله غوښتونکې دي، له جګړې بېزاره دي او سولې ته سترګې په لاره دي.

د هغې په وينا، د ياد کمپاين د موخو د پلي کولو په هدف يې خپل پيغام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته ورساوه، ترڅو د دوى غوښتنې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته ورسوي.

نوموړې وايي، د ياد کمپاين پايلې يې ولسمشر حامد کرزي ته هم لېږلي او په راتلونکې اونۍ کې به په دې اړه ورسره ناسته ولري.

بلخي زياتوي، د وسله والو طالبانو مشرتابه ته هم د هېواد د دوو قومي مشرانو له لارې خپل پيغام ورلېږي او هم به يې يوه کاپي د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ته واستوي.

خو هغې وويل، چې په تېره يوه لسيزه کې د افغان ښځو حقونه او ترلاسه کړى پرمختګ بايد چې د سياسي معاملې قرباني نه شي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي “يوناما” يوه استازي ژمنه وکړه، چې ياد سند به د يوناما د مشر يان کوبېش له لارې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته ورسېږي.

هغه وايي: “دا يو ښه حرکت دى، د دې استازيتوب کوي، چې د افغانستان ښځې له جګړې ستړې شوي، جنګ نه غواړي، بلکې پرمختګ غواړي.”

ده زياته کړه، دا سند دوى ته د زيات اهميت وړ دى، په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته، له همدې امله به يې خامخا اړوندې مرجع ته ورسوي.

Related Topics