Language

بلخ کې ښوونيز کال د کب په ١٥مه پيل شو

مزارشريف (پژواک ١٥ کب ٩٢): په بلخ ولايت کې د موسمي بدلون له امله پنځلس ورځې مخکې  ښوونيز بهير پيل شو.

د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ښوونيز کال د وري په لومړۍ نېټه پيلېږي؛ خو سږ کال په بلخ کې د دوی د وړانديز او د پوهنې وزارت له هوکړې وروسته پنځلس ورځې مخکې د کب په ۱۵مه د ښوونيز کال د پيلېدو زنګ ووهل شو.

د مزارشريف ښار په سلطان رضيه ښوونځي کې د ښوونيز کال د پيل د مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رييس قيس مهراين پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی په پام کې لري، چې سږ کال ۶۰ زره زده کوونکي ښوونځيو ته جذب کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د بلخ ولايت د موسوم د بدلون له امله ښه وګڼله، چې د پوهنې وزارت ته سږني کال د پنځلس ورځې وړاندې د پيل وړانديز وکړي او هغوی هم ورته هو وويل.

د بلخ د پوهنې رييس وويل، دوی په پلان کې لري، چې سږ کال ۶۰زره زده کوونکي جذب کړي، چې تر دې دمه يې له دغه شمېر څخه ۵۰ سلنه جذب کړي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

نوموړي زياته کړه، چې سږ کال د بلخ ولايت له بېلابېلو ښوونځيو څخه ۲۸زره زده کوونکو فارغ شوي دي.

د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، چې د موسم د ښه والي له امله پنځلس ورځې وړاندې د ښوونيز کال پيلول ښه پرېکړه ده.

نوموړي زياته کړه، که څه هم په بلخ ولايت کې د پوهنې په برخه کې ډېر کار شوی؛ خو لا هم ځينې ستونزې شته، چې بايد حل شي.

د هغه په وينا، تر خېمو لاندې درس او د کتابونو کمښت هغه ستونزې دي، چې د بلخ ولايت زده کوونکي ورسره مخ دي، چې بايد د پوهنې مسوولين د دغو ستونزو د حل په موخه ګړندي ګامونه واخلي.

د بلخ د پوهنې رييس هم ومنله، چې د شته لاسته راوړنو تر څنګ په بلخ ولايت کې د ښوونې روان بهير له يو لړ ستونزو سره هم مخ دی.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي او د درسي کتابونو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې لا هم ۱۰سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، چې په روان کال کې يې د جوړېدو هڅې کوي.

د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل هم پژواک ته ومنله، چې د بلخ د پوهنې د رياست په وړانديز يې سره د کب په پنځلسمه د ښونيز کال د پيلېدو خبره منلې ده.

Related Topics