مزارشريف (پژواک ١٥ کب ٩٢): د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ولايتي شورا د ټاکنيزو مبارزو له پيلېدو سره د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه ګړندۍ شوې ده.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت ارمان د کب په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا د ټاکنيزو مبارزو په لومړۍ ورځ ځينو کانديدانو يو شمېر کمپاينې تېروتنې وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شوراګانو کانديدانو د پوسټرونو د بندولو په برخه کې له بېړې کار اخيست، چې له امله يې په ځينو داسې ځايونو کې پوسټرونه بندول، چې د ټاکنو د قانون خلاف و.
د هغه په وينا، ځينو کانديدانو، د ښوونځيو پر دېوالونو، په ځينو دولتي ځايونو او د نورو کانديدانو د پوسټرونو د پاسه خپل پوسټرونه نښلول.
ارمان وويل، چې تېره ورځ ورته د کانديدانو د ملاتړ کوونکو ترمنځ د اخ و ډب شکايتونه هم رسېدلې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تېره ورځ يې له کانديدانو سره ځانګړې ناسته لرله او د کمپايني مبارزو ټول قانوني او غير قانوني اړخونه يې ورته بيا تشريح کړل.
خو ارمان وويل، چې د ولايتي شورا د ټاکنيزو مبارزو د پيل کېدا سره په بلخ ولايت کې د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه ګړندۍ شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ په مزارشريف ښار کې د ټاکنو د کارتونو د وېش شپږ محلونه شته او دوه مرکزونه فعاليت کوي.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا د ټاکنيزو مباروز له پيلېدو څخه د کارتونو د وېش پروسه خورا سسته روانه وه؛ خو له تېرو دوو ورځو ګړندۍ شوې ده.
ارمان وويل، چې تر دمه په ټول ولايت کې ۲۲۲زره کسانو د ټاکنو کارتونه ترلاسه کړي، چې نږدې ۴۱ سلنه يې ښځينه دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شورا د ټاکنيزو مبارزو له پيل سره سم د ولايتي شورا د کانديدانو له خوا د پيل شوو تبليغاتو له امله د کارت اخيستونکو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.
د بلخ ولايت ولايتي شورا ته کانديد غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي، چې د خپلو کمپايني مبارزو په ترڅ خلکو د ټاکنو د کارت ارزښت هم بيان کړي.
نوموړي زياته کړه، ځيني خلک داسې وي، چې د دوی ملاتړ کوي؛ خو د ټاکنو کارت يې نه وي اخيستی؛ نو دوی دغه ډول خلکو ته په مستقيم ډول د کارتونو د اخيستو لارښوونه کوي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي هم وايي، چې د ولايتي شورا د کمپايني مبارزو له پيل سره سم په دغه ولايت کې ټاکنيزو مبارزو زور اخيستی دی.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي علي احمد، چې تېره ورځ يې د ټاکنو کارت اخيستی پژواک ته وويل، چې څومره چې ټاکنيزې مبارزې ګرمې وي، همدومره خلک د ټاکنو د کارتونو اخيستو ته تشويقېږي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم د سترو غونډو ترسره کېدل کم دي؛ خو د ولايت په مرکز او پر لويو لارو د ولايتي شورا د کانديدانو پوسټرونه ډېر لګېدلي دي.
د هغه په وينا، روانې ټاکنيزې مبارزې په غير مستقيم ډول د خلکو په فکر کې د ټاکنو په اړه مثبت بدلون راولي.