Language

د دوه کانديدانو د پلويانو ترمنځ نښته کې يو تن وژل شو او ٣ ټپيان شول

چاريکار (پژواک ١٥ کب ٩٢): د پروان ولايت د ولايتي شورا د دوو کانديدانو د ملاتړ کوونکو تر منځ په وسله واله نښته کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

دغه نښته نن له غرمې وروسته شاوخوا ٤ بجې او دېرش دقيقې د دغه ولايت په بګرام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم فرزه يي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نښته د پروان ولايتي شورا د دوه کانديدانو ګل رحمن او عصمت الله د پلويانو تر منځ رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، په ياده نښته کې د عصمت الله د ټاکنيز دفتر يو غړى وژل شوى او د دغه کانديد دوه نور پلويان او يو هټۍ وال ټپيان شوي دي.

فرزه يي زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه نښته د يادو دوو نوماندانو د عکسونو لګولو د څرنګوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

د بګرام امنيه قوماندان وويل، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.

دا لومړى پېښه ده، چې د ولايتي شوراګانو کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې رامنځته کېږي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په ورته وخت کې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه تر سره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.