جلال اباد، اسعد اباد، کندوز (پژواک ١٦ کب ٩٢): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ولسمشرۍ ته د نوماند زلمي رسول او په کونړ کې د ډاکټراشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله په ملاتړ غونډې جوړې شوې.
ياده غونډه د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې د زرګونو خلکو په ګدون جوړه شوې وه، چې په خپله زلمي رسول هم په کې ګدون کړى او وينا يې وکړه.
په غونډه کې د زلمي رسول مرستيالانو، د ولسي جرګې لومړي منشي سيد اکرام او يو شمير نور لوړپوړي دولتي چارواکو هم کډون درلود.
زلمي رسول وويل، چې ننګرهار يو زراعتي ولايت دى، خو دومره پاملرنه ورته نه ده ورته شوې او زياته يې کړه چې که چېرې بريالى شي، پاملرنه به ورته ډېره کړي.
رسول زياته کړه، چې دفساد پر وړاندې مبارزه او د ځمکو د غصب مخنيوى يې له کاري لومړيتوبونو دى.
هغه وايي: ((که خداى موږ ته کاميابي په برخه کړي، نو په کاري لومړيتونو کې به فساد او د ځمګو د غصب مخنيوى وکړو.))
دغه راز په دې غونډه کې د ولسي جرکې وکيل ميرويس ياسني له ډاکتر زلمي رسول نه ملاتړ اعلان کړ او هغه يې ولسمشرۍ ته يو وړ شخص وباله.
نوموړي وويل: ((زه ډاډ درکوم چې زلمي رسول به وکولى چې ستاسې دردونو ته ملهم شي.))
همدا راز محمود کرزي چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماند قيوم کرزي د کمپاين عمومي مسوول دى وويل، دوى ځکه له زلمي رسول سره يو ځاى شول چې اهداف يې سره شريک وو.
د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ جوړه شوې، دغه غونډه کې ګڼ شمیر دولتي چارواکو هم ګډون کړي و، چې پکې د بیلګې په توګه د کار او ټولنیزو چارو دوزارت د جواز ريیس شاهدالله ساپي، د ننګرهار د پوهنې ریاست د نظارت غړی میا ابراهیم او دننګرهار ولایت د یو شمیر لیسو مدیرانو، ښوونو او نورو دولتي مامورینو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري او دوالي ویاند احمد ضیا عبدالزي دواړو دا ومنله، چې یاد کسان ددوی د ادارو مامورین دي .
بلخوا په ننګرهار کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماند ډاکتر اشرف غني په ملاتړ هم سلګونو ځوانانو غونډه وکړه او ملاتړ يې وکړ.
د دې غونډې يوه کډونوال وويل، دى پر دې پوهېږي چې د ډاکتر اشرف غني په وجود کې د دغه هېواد خير دى نو ځکه يې ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: ((اشرف غني يو وړ نوماند دى، پوه دى نو ځکه موږ ترې ملاتړ کوو.))
همدارنګه په کونړ کې هم د سالارزیو قومي شورا ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي او ګجر قوم نن د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډې وکړې.
په کونړ کې د سالارزو قومي شورا له اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړ.
د سالارزو د قومي شورا مشر حاجي نورکریم خان ډاکتر اشرف غني احمدزی یو نړیوال شخصیت یاد کړ او د نوموړي د پروګرامونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته يې معلومات ورکړل.
نوموړي له خپل قوم نه وغوښتل، چې رایه اشرف غني ته ورکړي او همدارنګه د نورو قومونو وګړو ته هم بلنه ورکړئ تر څو اشرف غني ته رایه ورکړي.
دوی اشرف غني ولسمشرۍ ته یو وړ او مناسب نوماند یاد کړ.
همدارنګه د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ګجر قوم ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وکړه.
د غونډې يوه برخه وال حاجې ملنګ له خپل ټول قوم څخه وغوښتل، چې خپلې رایې ډاکټر عبدالله ته ورکړي.
نوموړي عبدالله یو مجاهد شخص یاد کړ او زیاته يې کړه، چې نوموړي د دولت په لوړو څوکیو کار کړی او د دې وړتیا لري چې یو ښه حکومت جوړ کړي.
بلخوا نن په کندوز ښار کې هم په سلګونو کسانو د بل نوماند ګل اغا شېرزي په ملاتړ غونډه وکړه.
د غونډې يو ګډونوال عتيق الله وويل، چې د شېرزي په پروګرامونو کې کار اهل کار ته سپارل شامل دي او دوى غواړي چې ده ته رايه ورکړي، تر څو دې موخې ته ورسېږي.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP