Language

جلال اباد( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى انجنير عبدالغفار د ماين په يوه چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سر برسېرن ټپي شوى دى.

دا چاودنه د کب په ١٧مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د جمالي د کلي پر لاره رامنځته شوې ده.

د بهسودو ولسوال حاجي صديق د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د سړک د غاړې د ماين په دې چادونه کې د ولسي جرګې وکيل انجنير عبدالغفار له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوى دى.

هغه زياته کړې ، چې دوى يادې سيمې ته د خپلو دوستانو کور ته روان و، چې پر کروزين ډوله موټر يې د ماين چاودنه وشوه.

د ننګرهار د ملکي روغتون مسوول ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، چې انجنير غفار برسېرن ټپي شوى  او تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوى دى.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د هغه دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

د حليم په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه زوروره وه، چې له امله يې د انجنير غفار موټر هم زيانمن شوى دى.

هغه زياتوي، چې تر چاودنې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوې ده.

د يادونې ده، چې انجنير غفار د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي غړى او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله لپاره کمپاين کوي.

نن سهار په جلال اباد ښار کې ديوې چاودنې له امله د دې ولايت د نازيانو ولسوال ووژل شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.