Language

د جلال اباد په چاودنه کې د نازيانو ولسوال وژل شوى

جلال اباد ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : د ننګرهار د جلال اباد ښار په چاودنه کې ددې ولايت د نازيانو  ولسوال وژل شوى دى.

دا چاودنه نن د کب په ١٧مه، دسهار په شاوخوا  نهو بجو د جلال اباد ښار ددرېيمې ناحيې اړونده د پوهنتون شفاخانې سره پر عمومي سړک شوې ده.

عيني شاهدان وايي، چاودنه پر هغه کرولا موټر شوې، چې پرې د ولايتي شورا د يوه کانديد عکسونه  لګېدل وو.

د ننګرهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې چاودنه د نازيانو د ولسوال نوراغا کامران  پر موټر شوې ده.

سرچينې زياته کړې ، چې په دې چاودنه کې ولسوال وژل شوى، د هغه يو ساتونکى او پنځه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ولايت مقام ويلي، چې چاودېدونکي توکي د ولسوال په موټر کې  له  مخکې ځاى پر ځاى شوي وو.

د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د نازيانو د ولسوال په وژل کېدو خواشيني ښودلې او کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته يو جسد او شپږ ټپيان راوړل شوي دي. 

وسلوالو طالبانو ددې چاودنې مسووليت اخيستى دى. طالب وياند وايي چې په دې چاودنه کې د ولسوال په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.