کابل (پژواک١٧کب٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، هغه چارواکي بايد له دندو ګوښه شي او يا يې دندې وځنډول شي، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په غونډو کې ګډون کوي.
دا کمېسيون وايي، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په غونډو کې د ځينو دولتي چارواکو ګډون ناقانونه او د ټاکنو په اړه د ولسمشر حامد کرزي له فرمان څخه سرغړونه ده.
ليدل کېږي چې په دې وروستيو کې د واليانو او وزيرانو په ګډون ځينې دولتي لوړپوړي چارواکي، د ولسمشرۍ د ځينو کانديدانو په غونډو کې ګډون کوي.
د کتونکو په باور، په دغو غونډو کې د دولتي چارواکو ګډون له کانديدانو څخه د هغوى د ملاتړ په معنا ده، چې کولى شي د کانديدانو دريځ پياوړى کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي د ټاکنو په بهير کې د دولتي کارکوونکو او ادارو د چلند په اړه په خپل فرمان کې له دولتي چارواکو غوښتي، ترڅو له خپل موقف څخه د کوم کانديد د دريځ د پياوړتيا يا کمزورتيا په موخه ګټه وانخلي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، د ولسمشرۍ د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په غونډو کې د ځينو دولتي چارواکو ګډون د قانون او د دې کمېسيون د لايحو خلاف کار دى.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور وايي، له هغو چارواکو سره بايد قانوني چلند وشي، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په غونډو کې ګډون کوي.
نور په کمپاينونو کې د دولتي چارواکو د ګډون په اړه زياتوي: “د قانون له مخې، زموږ د لوايحو له مخې، دغه يو لوى تخلف او تخطي ده؛ لوړ پوړى چارواکى بايد د ولسمشر (حامد کرزي) د فرمان له مخې، له وظيفې څخه برطرفه شي او يا هم وظيفه يې وځنډول شي.”
نور زياتوي، که کمېسيون د دې چارواکو په اړه شواهد او مدارک ترلاسه کړي، نو ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې لېږي او ورڅخه غواړي، چې د کړې ژمنې له مخې يې له دندو لرې کړي.
ده زياته کړه: “موږ چې کله خپل ثبوت او مدارک راټول کړو، له مطبوعاتو سره يې هم شريکوو، ولسمشر سره يې هم شريکوو، ولسمشر موږ سره په دې برخه کې ټينګه وعده کړې ده، بايد عملي يې کړي، ځکه دا د افغانستان قوانين او همداشان زموږ ټولې کړنلارې او کړن دودونه دا حکم کوي.”
د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء مشر هم تېره ورځ په کمپاينونو کې د دولتي چارواکو د ګډون يادونه وکړه او ويې ويل، چې په دې اړه به له څېړنو وروسته ولسمشر حامد کرزي ته ټول معلومات په ليکلي ډول وړاندې کړي.
د ولسمشر د فرمان او له قانوني مانع سره سره، يو شمېر دولتي لوړپوړو چارواکو د ولسمشرۍ د کانديدانو په کمپاينونو کې تر دې مهاله په ښکاره ګډون کړى دى.
د دولتي چارواکو له ډلې يو هم د پکتيا والي جمعه خان همدرد دى؛ نوموړى د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد غړى دى، چې څو ورځې مخکې يې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ.
د حزب اسلامي په دې ډله کې د همدرد ترڅنګ، د سولې شورا غړى قاضي امين وقاد، د پوهنې وزير ډاکټر غلام فاروق وردګ، د ولسمشر سلاکار وحيدالله سباوون او يو شمېر نور لوړپوړي دولتي چارواکي شامل دي، چې له وردګ پرته نور يې په ښکاره د زلمي رسول د کمپاين په غونډو کې ګډون کوي.
په ننګرهار کې د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې ګڼ شمېر دولتي چارواکو هم ګډون کړى وو.
د بېلګې په توګه، د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د جواز رييس شاهدالله ساپي، د ننګرهار د پوهنې رياست د نظارت غړي ميا ابراهيم او د ننګرهار ولايت د يو شمېر لېسو مديرانو، ښوونکو او نورو دولتي مامورينو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينوارى او د والي وياند احمد ضياء عبدالزى تاييدوي، چې دا کسان دولتي چارواکي دي.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال هم د هغو چارواکو له ډلې څخه دى، چې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په کمپاين کې برخه اخلي او ويناوې کوي.
د ده په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند په راتلونکو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.
همداراز د ولسي جرګې ډېر غړي د اداري پلاوي په ګډون يې د بېلابېلو کانديدانو ملاتړي دي، چې د هغوى په غونډو کې په ښکاره ونډه اخلي.
انيسه عمراني د ننګرهار د ښځو چارو رييسه ده، چې په کونړ کې يې د اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې ګډون درلود.
د استاد سياف په ملاتړ په جلال اباد کې جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار د سرحدي پوليسو يو لوړپوړى افسر، چې په تورخم کې دنده لري، هم ګډون کړى و.
ولسمشر کرزي په وار وار له دولتي چارواکو غوښتي، چې په ټاکنو کې بې پلوي پاتې شي او خپل شته امکانات او واکونه د هېڅ کانديد په ګټه يا پر خلاف ونه کاروي.
د ولسمشر کرزي د تلې مياشتې په فرمان کې همداراز ويل شوي، چې دولتي امکانات بايد د کانديدانو په ګټه ونه کارول شي، خو که کېږي، بايد ټولو ته يو شان وي، چې يوه بېلګه يې د کمپاين د غونډو لپاره د مختلفو کانديدانو له خوا په کابل کې د لويې جرګې د خېمې کارول دي.
دوه ورځې وړاندې د پکتيا د قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو له خپلواک کمېسون وغوښتل، هغه دولتي چارواکي مجازات کړي، چې د ولسمشرۍ د مشخص کانديد په ګټه له دولتي امکاناتو څخه کار اخلي.
د پکتيا قومي مشرانو ويل ، چې د ولسمشرۍ د کانديد زلمي رسول په ګټه غونډه، د ولايت په مقام کې جوړه شوې وه.
نن د ولسمشرۍ د يو شمېر نورو کانديدانو د کمپاين مسوولينو او يو شمېر ځايي خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې د پکتيا پر والي جمعه خان همدرد تور ولګاوه، چې د زلمي رسول په ګټه دولتي امکانات کاروي.
خو د ټاکنو کميسيون چارواکي وايي، دوى ته داسې اسناد په ګوتو نه دي ورغلي، چې وښيي حکومتي چارواکي شته امکانات د کانديدانو په ګټه کاروي.
د ټاکنو کميسيون وياند وايي: “موږ تر اوسه پورې کره شواهد، ثبوت او مدارک نه لرو، ولې کله، کله ښکاري د مطبوعاتو له لارې اورېدل کېږي، چې ځينې افراد او اشخاص له حکومتي امکاناتو څخه د کانديد يا کانديدانو په ګټه استفاده کوي؛ موږ په دې برخه کې پر ټولو مدني ټولنو، رسنيو او خلکو غږ کوو چې په دې برخه کې موږ سره همکار شي او مستندات او شواهد او مدارک موږ سره شريک کړي، ترڅو هغه اشخاص چې له دولتي امکاناتو استفاده کوي، د هغوى مخه ډب کړو او همداشان مجازات يې کړو.”
په ټاکنو کې د دولتي او بهرنيو بنسټونو وېره، د ناامنيو ترڅنګ له عمده ستونزو ګڼل کېږي، چې د ټاکنو د روڼوالي په اړه يې د خلکو ترمنځ اندېښنې راولاړې کړې دي.
د تېرو ټاکنو په بهير کې ګڼو سرغړونو، د ټاکنو ترسره کېدل له جدي ننګونو سره مخ کړل.
د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره ١١ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP