Language

د شېرزي د ټاکنيز کمپاين دوه مسوولين ټپيان شول

لښکرګاه (پژواک ١٨ کب ۹۲): ولسمشرۍ ته د کانديد محمدشفيق ګل اغا شېرزي د تبليغاتي کمپاين دوه مسوولين د يوه  بريد په ترڅ کې ټپيان  شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د هلمند او کندهار پر لويه لاره  د دوه راهي  په سيمه کې  رامنځته شوې ده.

ځواک وايي، د ګل اغا شېرزي  د کمپاين دغو دوو مسوولينو غوښتل، چې  له کندهاره هلمند ته ولاړ شي او هلته له خپلو ټاکنيزو غونډو او فعاليتونو ليدنه وکړي.

په هلمند کې د شېرزي د کمپاين يوه مسوول د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته ويلي، چې په ياده پېښه کې د ټپي شوو له ډلې يو محمداکبر نومېږي، چې اوس په هلمند کې د شېرزي د کمپاين يو مسوول ټاکل شوى دى.

د پېښې يوه عيني شاهد همت الله پژواک ته وويل، چې دا پېښه د لښکرګاه اړوند د دوراهي په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې له کرولا موټر څخه څو وسله والو پر يوه بل موټر ډزې وکړې.

هغه وايي، وروسته معلومه شوه چې په دې پېښه کې ټپي کسان د شېرزي د کمپاين غړي دي.

په لښکرګاه کې د بېړنيو مرستو د روغتون يوه مسوول  پژواک ته وويل،چې په پېښه کې د ټپي شوو روغتيايي حالت ښه دى، خو لا تر اوسه هم تر درمنلې لاندې دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.