لښکرګاه (پژواک ۱۸ کب ۹۲): په هلمند ولايت کې د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د هلمند د والي د وياند عمر ځواک د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د موسی کلا او نوزاد ولسواليو تر منځ سيمه کې د ملکي وګړو پر دوو موټرو چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې اوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي، چې د يوې کورنۍ غړي دي.
د ځواک په وينا، په وژل شوو کې درى ښځې، دوه ماشومان او دوه لويان او په ټپيانو کې څلور مېرمنې او څلور نارينه شامل دي.
د والي وياند وايي، چې دغه کسان د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي وو او په هلمند کې يې ځمکې اخيستې وې او په دې وروستيو کې همدلته اوسېدل.
د موسی کلا ولسوال شريف خان وايي، چې پېښه د نوزاد ولسوالۍ اړوند د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ساحه کې شوې، ځکه دوى يې په اړه معلومات نه لري.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د برېښنا دوه ملکي کارکوونکي وژل شوي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، چې دا چاودنه پرون مازديګر شوې ده.
د دغه ولايت د برېښنا رييس انجنير فيض الله پژواک ته وويل، چې په کجکي کې وژل شوي ملکي وګړي د دوى قراردادي مامورين وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.