Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مارشال فهيم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٢ ) : سرچينې وايي چې د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال قسيم فهيم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

يوې دولتي سرچينې د کب په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر مارشال فهيم په يوه ناسته کې د زړه حمله راغلې او ساه يې ورکړې ده.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي د مارشال فهيم مړينه تاييد کړې ده. هغه پخپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې لومړى مرستيال مارشال فهيم پحق رسيدلى او په مړينه يې خپګان څرګند کړى دى.

د افغانستان حکومت د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې له امله په هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړى او د هېواد بيرغ به نيم ځواړندي وي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.