جلال اباد (پژواک٢٠ کب ٩٢): چارواکي وايي، چې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د ملي امنيت امر او د هغه يوه چلوونکى په يوه وسله وال بريد کې وژل شوي او يو ساتونکى ټپي شوى دى.
په ننګرهار کې د ملي امنيت يوې موثقې سرچينې د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مختار په نوم د ملي امنيت پر دغه امر تېره شپه په ياده ولسوالۍ کې بريد شوى دى.
سرچينه وايي، نوموړى له ولسوالۍ بازار ته پر لاره و، چې وسله والو يې پر موټر بريد وکړ.
بلخوا د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار هم پژواک اژانس ته د ملي امنيت د امر وژنه تاييد کړه، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.