Language

کابل (پژواک ٢٠ کب ٩٢): د کابل ښار په لسمه امنيتي حوزه کې، يو بهرنى خبريال، چې له يوه سويډني ټلويزون سره يې کار کاوه، د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وړاندې نږدې يوولس بجې او ١٥ دقيقې رامنځته شوه.

ستانکزي زياته کړه، چې ياد بهرنى خبريال د کابل ښار په يوه رستورانت کې اوسېده؛ کله چې له خپل ژباړونکي او موټرچلوونکي سره په کرولا ډوله موټر کې د لسمې امنيتي حوزې اړوند د وزير محمداکبر خان له ١٥سړک څخه د تېردو په حال کې و، د نا پېژانده وسله والو تر بريد لاندې راغى.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د وياند د معلوماتو له مخې، دغه خبريال چې له يوه سويډني تلويزون سره يې کار کاوه، دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلى و، لومړى په بريد کې ټپي شوى و، خو وروسته يې ايمرجنسي روغتون پر لاره ساه ورکړه.

سرچينې وويل، چې د هغه ژباړن او موټر چلوونکى د لا زياتو څېړنو لپاره نيول شوي دي.

ستانکزي وويل، چې بريدګر له بريد وروسته تښتېدلي، خو د پوليسو له خوا يې د موندلو هڅې پيل شوې دي.

خو ځينو رسنيو ويلي، چې ياده سويډنى وګړى نېلز هارنر (Nils Horner) نومېده او له يوې سويډنۍ راډيو سره يې کار کاوه.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

دملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي(يوناما)، دبريتانياوي- سويډنى خبريال دوژلو کېدودغندنې ترڅنګ دياد خبريال له کورنۍ سره خپله غمشريکي څرګنده کړې ده.

په همدې حال کې دملګروملتونو ځانګړى استازى يان کوبېش په يوې بيانې کې ويلي : (( داځل يو خبريال هدف وګرځول شو او زه دکورنيو او بهرنيو غيرنظامي وګړو په اړه چې دهدفمندو تاوتريخوالي هدف ګرځول کيږي، نا راحته يم.))

دملګروملتونو ياد لوړپوړي چارواکي، دافغانستان له دولت څخه غوښتى، ترڅو خپل ټول توان ددې پېښې دمسوولينو پر وړاندې دعدالت پلي کولو په برخه وکاروي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.