کابل ( پژواک، ۲۱ کب ۹۲ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام په يوه تمريناتي لوبه کې د هالنډ لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده، چې د ۱۶ هېوادونو دلوبډلو په ګډون د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د مارچ په ۱۶مه، په بنګله ديش کې پيل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د شل اووريز نړيوال جام د تمريناتو په لړ کې نن دافغانستان او هالنډ ترمنځ لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه، افغانستان په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې جوړې کړې .
دافغانستان د ملي لوبډلې له لوري محمد نبي ۴۰، کريم صادق او شفيق الله شفق ۳۹ ، ۳۹ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي ، چې د لوبې پر مهال باران وشو، چې ددې سيالۍ لوبڅارانو هالنډ ته په ۱۵ اورونو کې د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ، خو دافغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د هالنډ ټوله لوبډله په ديارلسم اوور کې په ۸۶ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د۳۵ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري افتاب عالم ۴، حمزه هوتک ۳، محمد نبي او کريم صادق يو يو لوبغاړی وسوځول.
افغانستان به د مارچ په ۱۶مه، خپله دويمه تمريناتي لوبه له زيمبابوۍ سره ترسره کوي.
دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نور محمد مراد پر دې بريا ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP