جلال اباد (پژواک٢١کب٩٢): د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د لومړي ځل لپاره د ماسترۍ پروګرام پيل شو.
په دې پوهنتون کې د يادې ماسترۍ پروګرام، نن د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکتر محمد صابر مومند پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال د ننګرهار پوهنتون په دوو څانګو کې د ماسترۍ درې پروګرامونه روان دي.
نوموړي وويل: ((د شرعياتو په دوو څانګو کې او د حقوقو په يوې څانګې کې زمونږ د ماسترۍ زده کړې روانې دي او پښتو يې څلورمه څانګه ده.))
د ده په خبره، په يادې ماسترۍ دوره کې به د لومړي ځل لپاره ټول هغه استادان ونيول شي، کومو چې ماستري نه ده کړې.
د ننګرهار ولايت مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم د ماسترۍ د پروګرام په پيل خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((زه ډېر زيات خوشحاله يم، چې په ننګرهار کې د ژبو ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې ماستري پيل شوه.))
د نوموړي په وينا، بايد په کيفيت يې کار وشي او که چېرې په کمي لحاظ يې يواځې تشه ډکه کړې وي او پر کيفيت يې کار ونه شي، نو په راتلونکي کې ستونزه جوړوي.
د ماسترۍ د دورې استاده پوهندوى ډاکتره زرغونه زېور وايي، د ننګرهار پوهنتون هغه علمي او اکاډميکه ساحه ده، چې د عمر له پلوه تر کابل پوهنتون وروسته په هېواد کې په دوهمه درجه راځي.
هغې زياته کړه: ((زمونږ هڅه به دا وي چې کم کسان فارغ کړو، خو بااستعداده کسان.))
د ډاکترې زرغونې په وينا، کوښښ به کوي په داسې کچه زده کړې ورکړي، ترڅو د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ د دورې فارغين د هېواد په کچه يوه نمونه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP