لښكرګاه (پژواک ٢٢ كب ۹۲): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې په ځينو امنيتي پېښو كې درې ملكي وګړي او١٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدلاحد چوپان د كب ۲٢مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار اوه بجې د ګرشک ولسوالۍ د ده ادم خان په سيمه كې د ملكي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ٣ ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړى وايي، چې په دغه موټر کې سپاره ټول درې تنه وو.
چوپان دا ونه ويل، چې په وژل شويو كې ماشومان او ښځې هم شاملې دي كه څنګه، خو زياته يې كړه، چې وژل شوي د همدې سيمې اوسېدونكي او له ولسوالۍ مركز ته پر لاره وو.
په ورته مهال سمونوال عبدلاحد چوپان وويل، چې په همدې ورځ سهار وختي وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ په بابا فقير سيمه كې د پوليسو پر امنيتي پوستې بريد كړى، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي وويل، په دې نښته كې د ملا ولي جان په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم وژل شوى، چې مړى يې له يو ميل وسلې سره د پوليسو لاس ته ورغلى دى.
سرچنې وايي، چې په دې نښته كې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.