غزني (پژواک ٢٢ کب ٩٢): يو پانګوال وايي، چې د غزني ولايتي اداره يې په دغه ښار کې د پانګونې مخنيوى کوي.
د شريف الله په نوم دغه پانګوال، چې د غزني استيناف محکمې ته يې د دغه کار په غبرګون عريضه کړې، د کب په ٢٢مه د يو شمېر ولايتي چارواکو په حضور، په يوې علني محکمه کې پر دې کړنې نيوکه وکړه.
نوموړي وويل، د سوداګرۍ وزارت په منظورۍ يې د ټولې رسمي پروسې له وهلو وروسته د غزني په ښار کې د تېلو د يوه پمپ د جوړولو امر ترلاسه کړ، خو چارواکي يې د جوړېدو مخنيوى کوي.
هغه وويل: ((د غزني ښار اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره د علي لالا په سيمه کې مې د سوداګرۍ وزارت د منظورۍ له مخې د تېلو پمپ جوړاوه خو يو شمېر ادارې هره ورځ د کار د مخنيوي لپاره بهانې لټوي.))
شريف الله وايي، چارواکي دعوه کوي، چې دغه پمپ په دولتي او تاريخي ځمکه کې جوړېږي خو په حقيقت کې داسې نه ده.
د نوموړي په خبره: ((د اطلاعاتو او فرهنک رياست، څارنوالۍ، ښاروالۍ، او امنيه قومانداني په دې سيمه کې زما د کار مخه نيسي.))
شريف الله وايي، که چېرې دغه ځمکه دولتي وي، حاضر دى، چې کرايه يې ورکړي او که تاريخي سيمه وي، هېڅکله به پرې د تېلو پمپ جوړ نه کړي.
د ده په خبره، که دا سيمه رښتيا هم دولتي يا تاريخي وي نو حکومت ولې ورته په دغه ځاى کې د پانګونې اجازه ورکړې، حال دا چې تر اوسه يې لګښت هم ډېر پرې شوى دى.
د غزني د استيناف محکمې رييس خواجه ميرصمد حقداد د دې علني محکمې پر مهال وويل، هېڅ اداره حق نه لري، چې د دغه پانګوال د پانګونې مخنيوى وکړي او که چېرې يې کار ناقانونه وي، نو محکمه به په خپله پرېکړه کوي.
ميرصمد حقداد نيوکه وکړه، د دې پر ځاى چې دولتي ادارې د پانګوالو ستونزې هوارې کړي، نورې يې هم ورته ډېروي.
حقداد وايي، په دې اړه بايد مخکې پرېکړه شوې واى، چې دغه سيمه تاريخي ده، خو که داسې نه وي، نو بيا ولې ستونزې ورته جوړېږي.
په ورته مهال د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد وويل، دوى د ياد پمپ د جوړېدو مخه د هغه مکتوب له مخې نيولې، چې د ولايت د مقام له لوري ورته استول شوى دى.
عابدزياته کړه: ((په دې اړه به وروسته فيصله وکړو، چې دا د تېلو ټانک په دولتي سيمه کې دى او که په عادي سيمه کې.))
نوموړي په محکمه کې هغه ويډويي کلېپ هم ګډنوالو ته وښود، چې د غزني پخواني ښاروال سيد عبدالبصير د تېلو دغه پمپ ناقانونه بللى او د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ياده سيمه دولتي او تاريخي ځمکه ياده کړې ده.
نوموړي له دولتي ادارو غوښتنه وکړه، چې د دې موضوع د هوارولو په موخه دې له سره څېړنې وکړي.
ويل کېږي چې د دې موضوع په تړاو دغې علني محکمې ته د اطلاعاتو او فرهنګ او ښاروالۍ مسوولين هم ور بلل شوي وو، خو حاضر نه وو.
پژواک هڅه وکړه په دې اړه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس او د ښاروالۍ د مسوولينو نظر واخلي خو بريالى نه شو.