Language

په کونړ او هلمند کې د ولسمشرۍ د کانديدانو په ملاتړ غونډې وشوې

لښکرګا، اسعد اباد (پژواک ۲۲ کب۹۲) په کونړ او هلمند ولايتونو د ولسمشرۍ د کانديدانو په ملاتړ غونډې وشوې.

د هلمند ولايت په دوو بېلابېلو غونډو کې سلګونو تنو د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر زلمي رسول او په کونړ ولايت کې له ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

د هلمند د مرکز لښکرګاه اړونده د کارېز په سيمه کې سلګونو تنو دولسمشرۍ کانديد ډاکټرزلمي رسول څخه ملاټر اعلان کړ.

دکارېز په سيمه کې د حاجي بور اغا په نوم يو تن  قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې سيمه کې ١٥ زره کورنۍ اوسېږي او ټولو ژمنه کړې ، چې زلمي رسول ته به رايه ورکوي.

هغه زياته کړه، چې د ډاکټر زلمي رسول تګلاره د سيمې اوسېدونکو ځکه خوښه کړې، چې ملي ده او خلکو ته پکې ډېره پاملرنه شوې ده.

دغه راز د لښکرګاه ښار په  بيټون سيمه کې هم  ديوې غونډې په ترڅ کې چې شاوخوا درې سوه کسانو پکې برخه اخيستې وه، له زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړ.

ديوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې نن د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې.

په دې ولايت کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين يوه غړي حاجي عبدالاعظم پژواک ته وويل، چې په اسمار ولسوالۍ کې  شاوخوا دوه سوه کسانو غونډه وکړه.

هغه زياته کړه ، چې د غونډې ټولو ګډونوالو ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد په ګټه وباله او له هغه څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه راز په دې ولايت کې د ډاکټر اشرف غني د کمپاين او د فکر او عمل د جرګې غړي ډاکټر اسدالله پژواک ته وويل ، چې شاوخوا ٤٠٠ کسانو په سرکاڼو ولسوالۍ کې غونډه وکړه او له اشرف غني څخه يې ملاتړ اعلان کړ.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.