Language

درې  پوليسو او اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد(پژواک،٢٣کب ٩٢):د لغمان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ٨ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د لغمان دوالي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده نښته تېره شپه ناوخته د الينګار ولسوالۍ د بړوايې  په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په دغه نښته کې يو وسله وال طالب  وژل شوى او ٧ تنه  نور يې  ټپيان دي.

ده وويل، چې په ياده وسله واله نښته کې يو پوليس وژل شوى او دوه ټپيان دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.