Language

جلال اباد(پژواک ٢٣کب ٩٢): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په دويمه حوزه کې د اور لګېدنې له امله ١١ هټۍ سوزېدلي دي.

عيني شاهدان وايې، چې دغه اور لګېدنه  تېره شپه شاوخوا نهه بجې د ښار اړوند د نجارانو په کوڅه کې رامنځ ته شوې ده.

د بختيار په نامه يو تن هټيوال، چې په دغه پېښه کې يې هټۍ سوځېدلې، د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اورلګېدنه د بريښنا د شارټ له امله رامنځته شوې ده .

نوموړي زياته کړه، چې په ياده پېښه کې ١١ دوکانو نه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

ده وويل، چې اور  ډېر ژر تر كنترول لاندې راغلى، ګنې زياتو نورو هټيو په هم اور اخيستى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.