Language

پېښور او کوټه کې چاودنو ٨٩ کسانو تر مرګ ژوبله اړولې

کابل(پژواک،٢٣کب ٩٢):پاکستاني چارواکي وايي، چې په دغه هېواد کې په دوه بېلا بيلو پېښو کې شاوخوا ٨٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو يوه تن چارواکي فيصل کامران رسنيو ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د دغه ايالت اړوند پېښور ښار ته څېرمه د سربند سيمې په بهټه تل نومي سيمه کې د پوليسو مرکز ته نږدې ځانمرګى بريد شوى دى.

ده زياته کړه ، چې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان شوي دي.

دده په وينا په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

فيصل وايي، چې د بريد دکوونکي موخه په سيمه کې د پوليسو موټر  و.  

دغه راز په پاکستان کې د جيو تلويزون ويلي چې، نن د کويټې ښار پر يونس سړک د ساينس کالج چوک ته نږدې په يوه چاودنه کې ١٠ تنه وژل شوي اوله  ٣٠ زيات کسان ټپيان دي.

د يادو پيښو مسووليت تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

 

Related Topics