Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لار وتړل شوه

چاريکار( پژواک ٢٤ کب  ٩٢): د سالنګ لويه لاره د واورو او سخت توفان له امله له تېرې شپې راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده .

دغه لار،چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږد تونل څخه تېريږي ، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر جنرال عبدالرجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سالنګونو کې له تېر مازيګر راهيسې واوره اوري او د شپې له ١١ بجو راهيسې دغه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده .

ده وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې په سوېلي سالنګ کې ٦٠ سانتې متره او په شمالي سالنګ کې ٤٠ سانتي متره واوره اورېدلې او اوس ( د کب ٢٤مه له غرمې مخکې شاوخوا ٨ بجې ) هم اورښت دوام لري.

هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله نا کله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.

د ١٣٨٨ کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړل ، چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.