Language

 کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ په پېښه کې د ملي اردو څلور منسوبين له طالبانو سره همکار  وو.

 د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د ملي اردو پر پوستې، د وسله والو مخالفينو په بريد کې، چې د روان کال د کب مياشتې په ٤ مه تر سره شوى و، په ترڅ کې يې د ملي اردو ٢١ سرتېري وژل شوي وو.

 د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي ياده پېښه خواشينونکې وبلله او زياته يې کړه، د دوى  څېړنې څرګندوي، چې د ملي اردو څلورو سرتېرو له طالبانو سره همکاري درلوده او پر خپل وخت له کشفي راپورونو ګټه نه ده اخيستل شوې.

 د ظاهر عظيمي له لوري پژواک خبري اژانس ته د کب په ٢٤ مه په رالېږل شوي پيغام کې ويل شوي، چې د دفاع وزارت د ياد بريد په تړاو د ملي اردو ٩ منسوبين، چې له جنرالانو څخه تر بريدملانو پورې پکې شامل دي، له دندو ګوښه او پوځي څارنوالۍ ته يې ورپېژندلي دي.

 عظيمي همدارنګه د ملي اردو له يادو نهو کسانو څخه د څېړنو د پيل خبر هم ورکړى دى.

 د ملي دفاع وزارت وياند د سيمې د مشرانو په منځګړيتوب د ملي اردو د دوو سرتېرو له راخوشې کېدو، چې بريدمل خيرالدين او بل سرتېرى ميراغا دي، خبر ورکړى دى.

 

 

Related Topics