Language

د ننګرهار پوهنتون د محصلينو ډېرو رخصتيو د زده کړې پر بهير ناوړه اغېز کړى

جلال اباد (پژواک ٢٤ کب ٩٢): په ننګرهار پوهنتون کې د ډېرو رخصتيو له امله نه يواځې د محصلينو وخت ضايع شوى، بلکې د زده کړې پر بهير يې هم ناوړه اغېز کړى دى.

يو شمېر استادان، محصلين او د محصلينو کورنۍ شکايت کوي ، چې ياد پوهنتون د هېواد تر بل هر پوهنتون ډېرې رخصتۍ لري.

دوى وايي، چې دا ډول رخصتينو د ننګرهار پوهنتون پر تدريسي بهير بده اغېزه کړې او له دې امله تر نورو پوهنتونونو په ټيته درجه کې راغلى دى.

د ننګرهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي يوه محصل عزت الله عزت وايي، چې دلته تر قانوني رسمي رخصتيو ډېرې رخصت کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له داسې بېځايه رخصتۍ سره درسي پلانونه هم وروسته پاتې کېږي او د سمستر په پاى کې يې ډېرى مضامين نابشپړ پاتې وي.

عزت زياتوي: ((په دغه مشکل کې محصلين، استادان او اداره ټول پړه دي، محصلين پر خپل سر څه وخت يې چې خوښه وي، رخصتي کوي.))

د تحصيلي کار له پيلېدو ډېرې ورځې وروسته هم د ننګرهار پوهنتون ډېر شمېر محصلين درسونو ته نه ځي، دغه راز د سمسترونو ترمنځ تر ازموينو وروسته هم اونۍ اونۍ رخصت وي.

د دې ترڅنګ ډېرى مهال د لاريونونو او احتجاجونو له امله هم دغه پوهنتون رخصت وي.

د ياد پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل محمدجميل پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنتون خپلسرې رخصتۍ  له تېرو کلونو راهيسې د يو دود په بڼه پاتې شوي او هر کال محصلين پرته له دې چې د ادارې له لوري ورته قانوني رخصتي  ورکړل شي، پر خپل سر يې کوي.

ده زياته کړه: ((ډېرى مهال له اختره مخکې پنځه ورځې رخصت وي، له اختره وروسته لس ورځې نور محصلين نه راځي ، همدارنګه د يوې ورځې په رسمي رخصتۍ سره درې ورځې نورې پر خپل سر رخصتي کوي.))

دى وايي، چې که اداره او استادان له محصلينو سره قانوني برخورد وکړي، نو هېڅکله به داسې مشکلات رامنځته نه شي.

د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکى حاجي نصيراحمد چې زوى يې د ياد پوهنتون محصل دى، وايي چې زوى يې په هر سمستر کې شاوخوا دېرش ورځې غير قانوني رخصتي  کوي.

د نوموړي په وينا، کله هم له زوى وپوښتي چې ولې پوهنتون ته نه ځي؟ نو په ځواب کې يې د ټول پوهنتون د رخصتۍ خبره ورته کوي.

هغه زياتوي: ((له بده مرغه چې د ننګرهار پوهنتون يوه ښه او منظمه اداره نه لري، که چېرې يې منظمه اداره لرلى، نو محصلينو به دومره رخصتۍ نه کولى.))

دى وايي، ويرېږي که زوى يې له پوهنتونه فارغ شي څه به يې ياد وي او که نه، ځکه چې زوى يې په هر سمستر کې تر حاضرو غيرحاضرې ورځې ډېرې لري.

ده پر چارواکو غږ وکړ، چې د يادې کړنې مخنيوى دې وکړي.

د کابل پوهنتون استاد او د چارو کارپوه پوهندوى لعل پاچا ازمون بيا وايي، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلينو دا ډول خپلسري رخصتي  پر تحصلي بهير منفي اغېز کوي.

ده پژواک اژانس ته زياته کړه: ((ښوونه او روزنه ځنځيري شکل لري او که چېرې دا ډول وقفې په کې راشي ، نو منفي تاثير لري.))

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد پوهندوى محمدابراهيم همکار بيا وايي، چې د محصلينو خپلسري رخصتۍ پر تدريسي بهير منفي اغېز کوي.

د نوموړي په وينا، استادان تل هڅه کوي ، چې د محصلينو تدريسي بهير چټک وساتي ، خو چې هغوى پر خپلسر رخصتۍ کوي دا د محصلينو ستونزه ده.

هغه زياته کړه: ((په هر سمستر کې موږ تدريسي پلان جوړوو او بيا يې پر ساعتونو وېشو، خو دا ډول خپلسرې رخصتۍ  بيا زموږ تدريسي پلان هم ګډوډوي.))

د نوموړي په وينا، چې د يادو خپلسرو رخصتيو له امله ډېرى وخت يو شمېر داسې محصلين هم فارغېږي،  چې علمي کچه يې د پوهنتون په درجه نه وي.

استاد همکار وايي، چې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې بيا د خپلسرو رخصتيو يو څه  مخنيوى شوى دى.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو امر پوهنيار نعيم جان سروري ياده ستونزه مني او وايي ،چې خپلسرو رخصتيو د ننګرهار پوهنتون پر تدريسي بهير منفي اغېز کړى دى.

سروري پژواک ته زياته کړه: ((د سمستر په پيل کې ناوخت راتګ او همدارنګه له ازموينو د مخه تلل، په اختر کې ډېرې رخصتۍ دا هغه څه دي، چې يو ډول دود ګرځېدلى دى.))

د ده په خبره، چې دوى اوس په دې برخه کې جدي اقدام کړى او هغه محصلين چې خپلسرې رخصتۍ کوي، تر فشار لاندې نيولي دي.

د نوموړي په وينا، يو شمېر محصلين نور محصلين تشويقوي، چې رخصتۍ وکړي، خو دوى اوس د استادانو له لارې پر محصلينو فشار راوړى او څوک چې پر خپلسر رخصتۍ کوي غېرې حاضروي يې.

ياده دې وي، چې ننګرهار پوهنتون د عمر له اړخه د هېواد په کچه دويم پوهنتون دى، د کيفيت له مخې يې هم پخوا کچه درېيمه وه، خو په دې وروستيو کلونو کې د دې ډول بې نظميو له امله د نورو پوهنتونونو په پرتله يې درجه  ټيټه شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.