Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

” طالبان د هلمند د کوکنارو کښتونه د پيسو په بدل کې ساتي“

لښکرګاه (پژواک ۲۴ کب ۹۲): د هلمند د نوزاد ولسوال وايي، دې ولسوالۍ ته د نه پاملرنې له امله د امنيتي ستونزو تر څنګ د کوکنارو کښت هم زيات شوى دى.

د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د نورو ولسواليو په پرتله د بيارغونې په برخه کې په نوزاد کې کم کار شوى دى.

د ده په خبره، نوزاد ته د نه پاملرنې له امله له څلور حوزو يواځې يوه حوزه يې د دولت تر واک لاندې ده او هلته هم امنيتي ننګونې شتون لري.

نوموړي زياته کړه: ((طالبان په دې ولسوالۍ کې له هر کروندګر څخه د کوکنارو فصل د ساتلو په بدل کې پيسې اخلي، چې بيا پرې خپل جنګي تجهزات رانيسي.))

ولسوال د کوکنارو د کرلو لامل د خلکو بې روزګاري او په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو شتون په ګوته کړ.

سادات وويل، هڅه کوي چې په نوزاد کې چاڼيز عمليات پيل کړي، څو د کوکنارو د له منځه وړو کمپاين پيل شي، خو د ده په خبره، ستونزه يې دا ده، چې ياده ولسوالي د پوليسو او ملي اردو پوره تشکيل نه لري.

هغه وايي، چې په نوزاد کې د يادو ستونزو له امله د راتلونکو ټاکنو لپاره يواځې درې د رايې اچونې مرکزونه شته.

ولسوال زياته کړه، چې اوس په مرکزي سيمه کې له اتو ښوونځيو يواځې درې يې فعال دي او يو په کې ودانۍ لري.

هغه وويل، چې په يادو ښوونځيو کې نهه سوه هلکان او درې سوه نجونې زده کړې کوي.

سادات وايي، چې د دې ولسوالۍکاريزونه بند دي، سړک يې وران دى، د څښاک پاکې اوبه نه لري، ځوانان يې بې روزګاره دي او د پوليسو تشکيل يې کم دى.

 د ده په وينا، د راتلونکي کال لپاره يې١٧٠ شوراګانې جوړې کړي، چې د ملي پيوستون پروګرام له لارې به يو شمېر پروژې پلې کړي.

ولسوال وويل، چې د ولسوالۍ په ادارو کې هم ستونزې شته؛ قضايي ارګانونه او ځينې اړوندې ادارې يې نه دي فعالې او له دې امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوزاد ولسوالۍ د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه شمال ته په ۱۴۰ کيلومترۍ کې پرته ده.

تر دې مخکې د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدلاحدچوپان پژواک ته ويلي وو، چې په دغه ولايت کې يې د کوکنارو کرکيلې د مخنيوي او راتلونکو ټاکنو د خونديتوب لپاره چاڼيز عمليات پيل کړي دي، چې په ډېرو سيمو کې لاسته راوړنې درلودلې دي.

پر دې سربېره د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک ويلي وو، چې دغه عمليات د ولايت د مقام او امنيتي ادارو په همغږۍ پيل شوي او ټولو تر ګواښ لاندې سيمو او ولسواليو ته به وغځېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.